اوکراین: د لومړنیو پایلو له مخې پيوتر پورو شينکو ټاکنې گټلې
۱۳۹۳ خرداد ۴, یکشنبه
لومړنۍ پایلي ښيي چې ۴۸ کلن اوکرایني میلیاردر پيوتر پورو شينکو، د ۵۵.۹ او ۵۷.۳ سلنه تر منځ رایې خپلې کړې دي. پيوتر پورو شينکو په اوکراین کې د چاکلیتو د پاچا په نوم هم شهرت لري.
له دې سره هغه د اوکراین تر پخوانۍ ولسمشرې یولیا تیموشینکو، ډیر مخکې شوی دی چې ویل کیږي ۱۲.۹ سنله رایې یې خپلې کړې دي. د تیموشینکو یوه متحد په خپل تویتر پاڼه کې لیکلې دي چې هغې خپله ماتې منلې ده.
په کیف کې د دویچه ویله د خبریالې په حواله ډیر شمیر اوکراینیانو د یکشنبې په ورځ په ټاکنو کې گډون کړی وو. د هغې په خبره په پلازمینه کیف کې د رای ورکوونکو شمیر لوړ وو. دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین په ختیځ کې بیا د رای اچونې ډیر شمیر مرکزونه تړلې پاتې وو.
که خپرې شوې لومړنۍ پایلې ریښتنې وي نو د جون میاشتې په ۱۵مه نیټه به په اوکراین کې د ټاکنو دویم پړاو و نه شي.
پيوتر پورو شينکو له لویدیځې نړۍ سره د لا نزدې اقتصادي او سیاسي اړیکو ژمنه کړې ده. هغه له روسیې سره پر اړیکو هم ټینگار کړی دی خو تل یې ویلي دي چې د اوکراین ملي حاکمیت یې په لومړیتوب کې دی.
د لومړنیو پایلو تر اعلانیدو لږ وروسته پيوتر پورو شينکو ویلي دي چې ژر به د هیواد ختیځ ته سفر وکړي او دا چې د کال په وروستیو میاشتو کې به په اوکراین کې پارلماني ټاکې وکړي.