1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین سویډن ته ماتې ورکړه، د فرانسې او انگلستان لوبه مساوي وخته

۱۳۹۱ خرداد ۲۳, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15CTg

د اروپا د فوټبال د سیالیو په اتلولیو کې تیره ورځ د D گروپ په لوبو کې د فرانسې او انگلستان لوبه د یو، یو گول په کولو سره مساوي پاتې شوه او اوکراین چې د دغه لوبو کوربه هیواد هم دئ سویډن ته د یو گول په مقابل کې دوه گولونه ورکړل او دغه لوبه ئې وگټله.

د انگلستان او فرانسې تر منځ لوبه کې انگلستان لومړی گول وکړ او تر هغې وروسته د فرانسې له خوا د یو گول په تر سره کولو سره لوبه برابره شوه. د اوکراین او سویډن تر منځ لوبه کې لومړی گول د سویډن لوبډلې وکړ خو تر هغې لږ څه وروسته د اوکراین لوبډلې خپل لومړی گول وواهه او بیا پر دویم گول کولو هم وتوانیده او د لوبې تر وروستې شیبې ئې خپله بریا وساتله.