1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانې مسيحي شوې ښځې قاتل ميړه په عمري حبس محکوم شو

۱۳۹۶ بهمن ۲۱, شنبه

د آلمان د تراون شتاين ايالت محکمې يو افغان مهاجر د خپلې مسيحي شوې ښځې د وژنې په جرم د عمر قيد په سزا محکوم کړ. د آلمان د قانون له مخې پر عمري حبس محکوم شوی کس لږ تر لږه ۱۵ کاله حبس تيروي.

https://p.dw.com/p/2sRRL
Mordprozess Traunstein Muslim ersticht konvertierte Frau
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk
Deutschland Prien - Trauer um die erstochene Mutter aus Afghanistan
دغه ښځه د خپلو ماشومانو مخته د چړې په ګوزارونو ووژل شوه.انځور: picture-alliance/dpa/F. Eckl

دغه ۳۰ کلن افغان مهاجر د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۹مه نېټه) د آلمان د تراون شتاين ښار د ايالتي محکمې لخوا د خپلې مسيحي شوې ښځې د وژنې په جرم د عمري حبس په سزا محکوم شو.

د تور له مخي محکوم کس د ۲۰۱۷ کال د اپريل مياشتې په ۲۹مه نيټه د آلمان د «پرين ام کيمزه» ښار د يوه سوپرمارکيټ مخ ته خپله ښځه د چړو په ګوزاونو ووژله. دغه ميرمن چې د څلور ماشومانو مور وه، د وژنې پر وخت يې دوو زامنو هم شتون لرود.

دغه مېرمنه چي د بريد وروسته سخته ژوبل شوې وه، د لنډې مودې وروسته يې ساه ورکړه. يادې ښځې د ۲۰۱۱ کال څخه راوروسته، د خپلو ماشومانو سره په آلمان کې ژوند کاوه. هغه تر دې دوه کاله مخکې په افغانستان کې د مسيحيت دين ته اوښتې وه.

دغه وژل شوې افغان ميرمن د پروتستانو په مذهبي ټولنه کې يوه فعاله وه. حمله کوونکی چې له ۲۰۱۳م کال راهيسې په آلمان کې ژوند کوي، وايي چې وژل شوې ښځې ورڅخه څو ځله غوښتلي وو چې ميسيحي شي.

   
محکوم کس وايي چې د هغې دغه غوښتنه د هغه له پاره د يو مسلمان په توګه ډيره زورونکې وه او د «هغه سر يې ورخراب کړی وو.» په عمري حبس محکوم شوی دغه ۳۰ کلن افغان مهاجر وايي چې تحصيلي اسناد نه لري، کوم کسب يې هم نه دی زده کړی او نالوستی دی.

په يو شمير اسلامي هيوادونو کې هغه مسلمانان چې بل دين ته اوړي، د مرګ له ګواښ سره مخه کيږي.

د قرباني ښځې مشر زوی خبريالانو ته وويل چې هيله مند دی حمله کوونکي کس ته «داسې سزا ورکړل شي چې مستحق یې دی» او بيرته افغانستان ته وانه ستول شي، «ځکه هلته له ده څخه د هغه د ترسره کړی کار  له پاره هرکلی کيږي. هلته دی خپل دغه کار ته نور هم ادامه ورکوي.»

د محکوم کس د پناه غوښتنه، د ۲۰۱۶ کال په وروستيو کې رد شوې وه او تر هغې وروسته څو ځله د رواني ناروغيو د درملنې په مرکز کې تر درملنې لاندې نيول شوی وو. په پام کې وو چې دغه افغان مهاجر په ۲۰۱۷م کال کې له آلمان څخه اخراج شي. هغه د قتل پيښې په ځاې کې تر نيولو وروسته، بيا هم د څو مياشتې له پاره رواني روغتون ته وړل شوی وو چې بيا توقيفځای ته ليږدول شوی وو.

DW Dari/ م.ک.ص

په آلمان کې د مهاجرت موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: