1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا وروستۍ پايلي به پر ټاکل سوي نېټې اعلان سي؟

مسعود جهش۱۳۹۳ شهریور ۴, سه‌شنبه

د عبدالله عبدالله د ټاکنيزي ډلې یو ویاند وایي چې د هغوی له نظره، د سپتمبر مياشتي تر دويمي نېټې پوري په هیڅ صورت کې د ټاکنو روڼي پایلې اعلانیدای نه شي. خو د ټاکنو کمېسیون وایي چې پر دغي نېټې د پایلو د اعلان هڅې روانې دي.

https://p.dw.com/p/1D1Re
انځور: DW/H. Sirat

افغان ولسمشر حامد کرزی، نړیواله ټولنه او عام افغانان د ټاکنو پایلو د ژر تر ژره اعلانیدو غوښتونکي دي. ولسمشر کرزی غواړي چې پر ټاکل شوې نېټه یعنی د سپتمبر مياشتي پر دویمه، نوي ولسمشر ته واک وسپاري. نړیوال ټولنه بیا غواړي چې د سپتمبر پر څلورمه نیټه د ناټو په غونډه کې د نوي افغان ولسمشر کوربه وي او عام افغانان د ټاکنو له جنجالونو لیري او بیرته د خپل عادي ژوند پيلولو په تمه دي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا پر دغه نېټه به واک وسپارل شي او که نه؟ په دې اړه د دواړو ټیمونو غړي، ارگ، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر یا یوناما بېلابېل نظرونه لري.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې پر وخت د پایلو د اعلانولو له پاره هڅې رواني دي خو هغه روښانه کړه چې اوس هم د وروستۍ پایلو د اعلان له پاره کومه مشخصه او وروستۍ نیټه ټاکل شوې نه ده.

نور وویل: «د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې هڅه کې دی او د دې بهیر د ژر تر ژره پای ته رسولو له پاره یې خپلي منابع ډیري کړي دي خو اوس هم موږ نه شو کولای چې په مشخصه توگه کومه نېټه نه شو مشخصولای ځکه په دې بهیر کې د کانديدانو استازي او ملگري ملتونه ښکیل دي چې قناعت یې مهم دی.»

دا چې د واک لیږد له پاره ټاکل شوې نېټه به بیا هم وځنډیږي او که نه، په دې اړه نور د نظر ورکول مخکې له وخته وبلل خو ټینگار یې وکړ چې «د ژر تر ژره پایلو اعلان» له پاره هڅې رواني دي.

له بلې خوا بیا د عبدالله عبدالله ویاند فاضل سنچارکي، دویچه ویله ته وویل چې د ابطال په بهیر کې د هغوی د گډون او نه گډون په صورت کې د سپتمبر پر دویمه نیټه د وروستۍ «روڼو» پایلو اعلانول شوني نه دي: «که موږ په دې بهیر کې گډون ولرو او که یې و نه لرو، موږ په دې باور یو چې د سپتمبر تر دویمې نیټې پورې به کومه پایله په لاس را نه شي.»

سنچارکي روښانه کړه چې که کارونه گړندي شي او یوازي وغوښتل شي چې د هغه په خبره په نوم تفتیش ترسره شي نو دا پایله به پر ټاکل شوې نیټې اعلان شي چې د اصلاحات او همپالني ټیم له نظره به روڼي او د منلو وړ نه وي.

د ولسمشرۍ له پاره د بل کانديد اشرف غني احمدزي ویاند صدیق پتمن بیا په دې نیټه د پایلو د اعلانولو هیله څرگنده کړه خو ویې ویل چې نه غواړي شفافیت د یوې نیټې قرباني شي او باید تفتیش په سمه توگه او پرته له پیړې دوام ومومي. هغه وویل: «دا زموږ توقع ده چې پایله په ټاکل شوې نیټه اعلان شي او د ناټو په غونډه کې د افغانستان منتخب ولسمشر گډون وکړي خو که زموږ دغه غوښتنه د ټاکنو بهیر تاواني کوي نو د ټاکنو خپلواک کمیسیون حق لري چې دا نیټه بیا هم شا ته واچوي.»

په افغانستان کې د روان کال د جون میاشتې پر ۱۴مه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو تر سره شو، چې دواړه کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله پکښې د بریاوو ادعاوي کړي دي. پر دې سربیره دواړو کانديدانو د پراخو درغلیو تورونه هم لگولي دي.

کله چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون لومړۍ پایلي اعلان کړې چې له مخې یې ډاکټر اشرف غني احمدزی تر خپل سیال مخکې وو نو عبدالله د اعتراض په توگه د ټاکنو له کمېسیون سره خپلې اړیکي قطع او خبره ان د یوه موازي حکومت د اعلانولو تر گواښ پوري ورسېده.

دغه جنجالونه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، تر مداخلې وروسته یو څه آرام شول او د ملي یووالي حکومت د جوړیدو او د ټولو رایو د تفتیش پریکړې وشوې. خو ټاکنیز جنجالونه د سه شنبې په ورځ تر هغه وروسته یووار بیا تاوده شول چې د عبدالله عبدالله ډلي د رایو د ابطال په بهیر کې د خپلو وړاندیزونو د نه منل کیدو له کبله له دې بهیر څخه د وتلو گواښ وکړ.