1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايبت آباد د کريکټ د لوبو څخه محروم شو

۱۳۹۰ اردیبهشت ۳۰, جمعه

د پاکستان او افغانستان د کريکت هغه لوبه چي د رواني مياشتي په اخرو کي په ايبټ آباد کي ترسره کيده، اوس د دغي سيمي پر ځاي د پاکستان په پلازميني، اسلام ‎آباد، کي په لاره اچول کيږي

https://p.dw.com/p/11KXC
آرشیف: د افغانستان او پاکستان لوبه
آرشیف: د افغانستان او پاکستان لوبهانځور: AP

د پاکستان د کرکيټ بورد له خوا په خپري شوي خبرپاڼي کي راغلي چي د ايبټ آباد پر ځاي به اوس د افغانستان او پاکستان تر منځ يو ورځيني لوبه په اسلام آباد کي تر سره کيږي.

په خپري شوي اعلاميي کي د دغي پريکړي لامل نه دي راغلي خو ښايي په ايبټ آباد کي د القاعدي د شبکي د مشر وژنه د دغي پريکړي تر شا وي.

د نوي پلان له مخي به د پاکستان او افغانستان د لوبډلو تر منځ لومړني لوبه په اسلام آباد کي، دوهمه په راول پنډي کي او ورستي لوبه به په فيصل آباد کي تر سره شي.

د افغانستان د کريکټ تيم به لومړني هغه نړيوال تيم وي چي د 2009 کال د مارچ د مياشتي څخه را په دي خوا په پاکستان کي لوبي تر سره کوي.

د 2009 کال په مارچ مياشتي کي وسلوالو کسانو د سريلنکا پر لوبډلي چي پاکستان ته راغلي ؤ بريد وکړ. د دغه بريد په ترڅ کي شپږ پوليس او يو موټر چلونکي ؤوژل شول.

د پاکستان د کرکيټ رييس، اجاز بټ، نن د پاکستان د کورنيو چارو د وزير سره ليدنه وکړه. وروسته له دغي ليدني څخه بټ وويل چي پاکستاني امنيتي چارواکو ده ته ډاد ورکړي چي د هغو نړيوالو لوبډلو څخه چي پاکستان ته د لوبي لپاره راځي په پوره ټوکه ساتنه وکړي.

بټ همدا راز ويلي چي د افغانستان د کريکټ تيم څخه به په دغه هيواد کي پوره ساتنه وشي او د دوي امنيت به په ښه ډول ټينګ شي.

پاکستان به د روان کال په لومړيو کي د سريلنکا او انګلستان د لوبډلو سره لوبي وکړي. ښايي د دغو لوبو څخه هيڅ يوه يي هم په پاکستان کي تر سره نه شي.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي/ عبدالباري حکيم