1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايتاليا په اروپا کې د کډوالو تر ټولو ستر مرکز تړي

۱۳۹۸ تیر ۱۹, چهارشنبه

د ايتاليا د کورنيو چارو وزير ماتيو سالويني د سيسيل د کډوالو له کمپ څخه لیدنه وکړه او هغه یې د مخدره موادو، بدلمنۍ او تشدد ځاله وباله. سالويني وويل چې د مهاجرو د مخنيوي په موخه به پوځي کښتۍ ځای پر ځای کړي.

https://p.dw.com/p/3Lqbq
Italien Sizilien Flüchtlingszentrum Mineo | Matteo Salvini, Innenminister
انځور: Getty Images/AFP/A. Solaro

د ايتاليا د کورنيو چارو وزير ماتيو سالويني، د سه شنبې په ورځ د کډوالو هغه مرکز ته ورغلی وو چې يو وخت په اروپا کې د کډوالو د هرکلي تر ټولو ستر کمپ وو. له نوموړي سره سياستوال، خبريالان او پولیس هم مل ول. په سيسيل ټاپو کې د «مينيو» د کډوالو په مرکز کې چې پخوا د امريکا پوځي اډه وه، په ۲۰۱۴م کال کې ۴۱۰۰ تنه مهاجر اوسيدل، خو اوس په دې ځای کې د سالويني حواله آن یو مهاجر هم میشت نه دی.

د کورنيو چارو دغه ښي اړخه وزیر چې د ايتالیې مرستيال لومړی وزير هم دی، وويل چې مينیو کمپ د «مخدره موادو، بدلمنۍ او تشدد» يو مرکز وو. هغه ۱۵۲ کډوال تېره اوونۍ له دې مرکز څخه وشړل شول، په کالابيريا کې په يوه بل مرکز کې ځای پر ځای شوي دي.

د دويچه ویله خبريال امين ايسف وويل چې ځيني ځایي اوسيدونکو د کمپ د تړلو او همدا راز د کمپ د تړل کيدو له کبله د ځای خلکو د بې کاره کيدو پر ضد هم احتجاج وکړ.

«ښکلی سهار»

سالويني د يوې لنډې مطبوعاتي غونډې پر وخت وويل: «د مينيو کمپ تړل کيږي او دا يو ډېر ښکلی سهار دی.»

هغه يادونه وکړه چې خپل تونسي سیال ته یې ليکلي چې د شمالي افریقا له هېوادونو څخه دې د مهاجرو د راتگ مخه ونيسي او هغه تونسي مهاجر دې ژر تر ژره  بيرته ومني چې له ايتاليا څخه ستنول کيږي.

د ۲۰۱۹م کال له پېل راهیسې اېتاليا ته ۳۱۲۶ تنه مهاجر رسېدلي دي. د دغه مهاجرو زياتره یې د تونس، الجزاير، بنگله ديش، عراق، عاج سال او پاکستان هیوادونو څخه څخه راغلي دي. ايتاليا په پام کې لري چې د سمندر له لارې د راتلونکو مهاجرو د مخنيوي له پاره لا ډېرې پیسې مصرف کړي. سالويني د دوشنبې په ورځ وويل چې د مهاجرو د مخنيوي په موخه به پوځي کښتۍ استخدام کړي او هوايي گزمې به ترسره شي.

ويل شوي چې ايتاليا به د ليبیا ساحلي پولیسو ته ۱۰ موټور لرونکې کښتۍ ورکړي چې په وسيله به یې د مهاجرو کښتۍ نړيوالو اوبو ته تر داخليدو د مخه نيول کيږي.

په مديترانه سمندرگي کې ژغورل شوي مهاجر
ايتالیا د مهاجرو د ژغور پر کښتيو د جریمې د لوړو خبره کړېانځور: picture-alliance/O. Calvo

لیبيا دمگړۍ اروپا ته د راتلونکو مهاجرو پر يوه ترانیزيتي هېواد بدل شوی دی. په پلازمينه طرابلس کې تر ۳۶۰ زياتو کسانو د سه شنبې په ورځ د نه خوړولو په هغه اعتصاب کې گډون وکړ چې د شنبې او يکشنبې په ورځو د مهاجرو په تاجوره توقيف ځای کې پېل شوې وو. دا اعتصاب د روغتيا د نړيوال سازمان د هغه رپوټ  تر خپريدو وروسته پر لاره اچول شوی چې وايي په لیبيا کې د جگړو له کبله له اپريل میاشتې راهیسې تر ۱۰۰۰ زيات انسانان وژل شوي تر ۵۵۰۰ زيات ټپيان شوي دي.

د لیبيا د چارواکو په حواله د تاجوره په توقيف ځای کې ساتل شوي مهاجر له ملگرو ملتونو غوښتنه کوي چې د دوی خونديتوب تضمين کړي. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې سه شنبې په ورځ دغه توقيف ځای د دوو هوايي بريدونو هدف گرځيدلی وو. په دغه بريدونو کې تر ۵۰ زيات کسان وژل شوي ول او نور ۱۳۰ ټپيان ول. 

په تېرو څو مياشتو کې اروپا ته د مهاجرو راتگ يو څه زيات شوی دی او قاچاقبران له حده ډېر ډکې کښتۍ په نړيوالو اوبو کې پريږدي چې دغه مهاجر زياتره وخت بيا د مرستندويه کښتيو او يا د سرحدي پولیسو له خوا ژغورل کيږي.

د مرستندويه کښتيو لانجه

سالويني د مرستندويه کښتيو پر خلاف چې مهاجر ژغوري، جنگ اعلان کړی او هغوی ته د ايتاليا ساحلونو ته د داخليدو اجازه نه ور کوي، کښتۍ نیسي، کپتانان یې توقیفوي او پر مالکانو یې تر ۵۰ زرو يورو جريمه لگوي. هغه په دې وروستيو کې ويلي ول چې په دې اړه غور کوي چې دغه جريمه يو ميليون يورو ته لوړ کړي څو دا ستونزه حل شي.

خو پر دې ټولو اقداماتو سربیره هم د ژغور کښتيو خپل کار ته ادامه ورکړې او پر دې سربیره چې تېره مياشت دوه دغه ډول کښتۍ ضبط شوې، بيا هم مهاجر اروپا ته رسوي. تیره اوونۍ د «الان کردي» په نوم کښتۍ چې د آلمان د «سي آيي» د خيريه موسسې سره تړاو لري، په مديترانه سمندرگي کې ۶۵ مهاجر وژغورل.

ايتاليا او د مالتا هېواد دواړه پر دې نيوکه کوي چې د بندو پاتو مهاجرو سره د چلن په اړه د اروپايي ټولنې دريځ ډېر واضح نه دی. د ټولنې له خوا د «هرې قضیې سره د ځانگړي چلن» دريځ د دې لامل کيږي چې زياتره وخت مهاجر په سمندر کې څو ورځې او يا آن اوونۍ تیرې کړي څو دا روښانه شي چې کوم هېواد ورته بايد پناه ورکړي.

bs/sm (AFP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: