1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايراني اسلحې د افغانستان په جنوب کښې

۱۳۸۶ فروردین ۲۹, چهارشنبه

د امريکا د متحده ايالتونو عسکري قواوو د افغانستان په جنوب کښې وسلې لاس ته راوړی دی، چې د افغانستان په گاوندي هېواد ايران کې جوړی شوی دی.

https://p.dw.com/p/DKA8
انځور: AP

په دی اساس ايران د طالبانو سره مرسته کوی تر څو بيا طالبان په افغانستان کښې د بين المللي قواوو پر ضد جگړه پر مخ بوځی.

امريکايي جنرال پتر پيس Peter Pace په واشنگتن کښې خبريالانو ته ويلی دی:
» معلومه نه ده چې کومه ايراني مرجعه د دغه عمل مسووله ده، خو په دی کښې هېڅ شک نشته، چې دغه اسلحی د ايران څخه راغلی دی«.