1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران افغانستان ته د تيلو ټانکرونو ته د تلو اجازه ورکړه

۱۳۸۹ بهمن ۳, یکشنبه

د هرات د کمرک ريس خلق الله خليق دويچه ويله ته ويلي چي د يکشنبې په ورځ له غرمې وروسته ۱۵۰ ټانکرونو کاروان افغانستان ته را واوښت.

https://p.dw.com/p/Qufv
اوس هم د ايرن په سرحد کي شاوخوا ۱۰۰۰ ټانکره تيل افغانستان ته د تيريدو په تمه ولاړ دي
اوس هم د ايرن په سرحد کي شاوخوا ۱۰۰۰ ټانکره تيل افغانستان ته د تيريدو په تمه ولاړ ديانځور: AP

خليق وايي ۱۰۵تانکرونه د هرات اسلام قلعه ،۲۸د فراه بندراو پاته نورد نيمروز پل ابريشم بندرڅخه راواوښتل تر زرو زيات هغه هيوادکي پاته دي چي نوربه هم له ژمني سره سم راشي.

ايران نږدي دوې مياشتي دمخه د افغاني سوداګرو سلګونه د تيلو ټانکرونه په دې نوم خپل هيوادکي تم کړي ول، چي ګواکي افغانستان کي ميشت ايتلافي ځواونه ګټه تري پورته کوي.

که څه هم ايتلافي ځواکونودغه خبر رد کړی وه خو پردې سربير ه هم د ستونزي دوام افغانستان کي د سون موادو نرخونه لوړاو په دغه هيواد کي متضررکسان د ايران ضد لاريونونو ته راوپاريدل.

خواوس دهرات د ګمرک ريس وايي ايران سره يي د ترانزيت دغه مشکل حل او د تيلو نرخونه به بيرته خپل حال ته راسي.

د لاري بندښت سره د تيلو نرخونه نږدي ۱۵فصده لوړ سوي، چي ډيری خلکويي د اخيستو توان نه لاره.

که څه هم دغه ټانکرونه لاښار ته ندي رارسيدلي خو د خبر په نشر سره يي ګنه ښاريان خوښ وه.

په افغانستان کي د اقتصادي چارو ډيری کارپوهان افغان دولت ته په مشوره وايي چي د ايران له لاري پرته بل سوداګريزه لار د انتخاب کړي دا ځکه ايران دلته سياسي موخي لري او د فشار په توګه وخت ناوخت استفاده تري کوي.

افغان حکومت هم دغه ټکي ته په توجه روسيه او د منځني اسيا ځينو هيوادونو سره په دا وروستيو کي د سوداګرۍ تړونونه لاسليک کړي دي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل