1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران: امريکا له اتومي تړونه په وتلو سره «لویه سهوه» کړې

۱۳۹۸ تیر ۱۹, چهارشنبه

د ايران د اتومي انرژۍ ادارې وياند بهروز کمالوندي، ويلي چې امريکا متحده ايالاتو د ایران د ۲۰۱۵م کال له اتومي تړونه په وتلو سره ستره سهوه کړې ده. ايران يو وار بيا ويلي چې د دغه تړون عملي کېدو ته ليواله دی.

https://p.dw.com/p/3LrKV
Iran Behrouz Kamalvandi, Sprecher iranische Atombehörde
انځور: Tasnim

د رويترز خبري آژانس په حواله کمال وندي دغه څرگندونې په يوه تلویزيوني وينا کې کړي دي. هغه په خپلو خبرو کې ويلي: «له تړونه وتل د امريکا ستره سهوه ده. همدا کار د ټولو ستونزو علت دی.«

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې: «اروپايان (د تړون نور اړخونه) د دې تړون د ژغورولو له پاره کافي وخت لري.»

نوموړي دا څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ م کال د جولايي ۱۰ نیټه) په ويانا کې د اتومي انرژۍ نړيوال آژانس  بيړنۍ غونډه ترسره کیږي. په دې غونډه کې به د ایران له خوا د اتومي تړون ځينو برخو ته د ايران د ژمنتيا د کمېدو په اړه بحثونه وشي. دا بيړنۍ ناسته په دغه آژانس کې د امريکا د استازي په غوښتنه جوړه شوې ده.

د اتومي انرژۍ په نړيوال آژانس کې د ايران استازي له يوې آلمانۍ ورڅپاڼې سره په خبرو کې ويلي چې ايران له نړيوالو سره د دغه اتومي تړون ساتلو ته ليوال دی که چېرې دغه هېوادونه په تړون کې ذکر شوي خپل مکلفیتونه پوره کړي.

دغه ديپلومات «دي څايت» ورڅپاڼې ته ويلي: «موږ چې څه کوو يوازې يوه موخه لري: موږ غواړو چې اتومي تړون وساتو.» نوموړي زياته کړې: «هر څه يوازې په يوه دقيقه کې بيرته بدليدلی شي که چېرې په تړون کې شامل زموږ شريکان په تړون کې موجود ټول مکلفيتونه په ورته دول پر ځای کړي.»

په همدې حال کې د فرانسې يو ديپلومات او د ولسمشر ايمانويل مکرون يو مخکښ مشاور هم د خبرو اترو په موخه په ایران کې دی. فرانسه هڅه کوي چې د ايران اتومي تړون وژغوري.

bs/sm (dpa)

زموږ له آرشيف څخه: