1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران: اوباما باید زموږ څخه بخښنه وغواړي

۱۳۹۰ آذر ۲۲, سه‌شنبه

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند د سه شنبې په ورځ ويلي دي، چي اوباما ددې پر ځای چي د ايران څخه د خپلي بې پيلوټه الوتکي د ور سپارلو غوښتنه کړې، بايد ددغه هيواد څخه بخښنه وغواړي.

https://p.dw.com/p/13RlH
«د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند، رامين مهمان پرست، ويلي چي امريکا د ايران فضا ته په غير قانوني ډول ننوتلې ده»
«د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند، رامين مهمان پرست، ويلي چي امريکا د ايران فضا ته په غير قانوني ډول ننوتلې ده»انځور: AP / DPA / Montage DW

ايران د روان کال د ډسمبر د مياشتي په څلرمه نېټه اعلان وکړ، چي د امريکا د متحده ايالاتو يوه بې پيلوټه الوتکه يې له افغانستان سره پولي ته نږدې را غورځولې ده.

دغه هيواد وروسته بيا اعلان وکړئ، چي د الوتکي تکنالوژي يې څېړلې او رسنيو ته هم ور ښودلې ده.

د امریکا د متحده ايالاتو ولسمشر، بارک اوباما، د دوشنبې په ورځ يوې خبري غونډي ته وويل چي امريکا له ايران څخه خپله الوتکه غوښتې او د دغه هيواد جواب ته منتظر دئ.

خو ايران بيا وختي لا امریکا ته د الوتکي د بيرته سپارلو څخه په ښکاره توگه انکار کړی دئ.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند، رامين مهمان پرست، ويلي چي امريکا د ايران فضا ته په غير قانوني ډول ننوتلې ده:

«داسي ښکاري چي اوباما دا حير کړي چي امريکا د ايران پر فضا تيری کړی. هغوئ پر ايران جاسوسي عمليات، او نړيوال قوانين تر پښو لاندي کړي ول.»

مهمان پرست زياته کړي چي امريکا د دي پر ځای چي له ايران څخه په رسمي توګه بخښنه وغواړي له دغه هيواد څخه د الوتکي غوښتنه کوي.

مهمان پرست کواښ کړی، چي د ايران پر فضا تجاوز کول، کيدای سي نړيواله سوله له کواښ سره مخامخ کړي.

دا په داسي حال کي ده چي د ايران د دفاع وزير د خپل هيواد له دولتي تلويزيون سره په مرکه کي ويلي دي، چي امريکايي راغورځول سوې الوتکه اوس د ايران ملکيت دئ او دغه هيواد به اوس پريکړه وکړي چي ورسره څه وکړي.

د ايران پارلمان هم ويلي دي چي امريکا په دې کار سره نړيوال قوانين تر پخښو لاندي کړي دي او ايران به د دې جواب له امريکا څخه وغواړي. ايران په دې اړه د ملگرو ملتونو د امنيت شورا ته شکايت کړی وو.

په افغانستان کي ميشتو ناټو ځواکونو ويلي دي، چي دغه را غورځول سوې بې پيلوټه الوتکه په امريکايي ځواکونو پوري اړه درلوده، چي په افغانستان کي د عملياتو پر مهال ورکه شوه.

بله خوا بيا يوه امريکايي چارواکي ويلي دي، چي الوتکه د ايران پر فضا د استخباراتي عملياتو په حال کي وه چي را وغورځول سوه.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيامل