1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران برتانوي ماڼوگان خوشي کړل

۱۳۸۶ فروردین ۱۵, چهارشنبه

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد د پارس په خليج کې د نيول شويو برتانوي سمندري ځواکونو د خوشي کولو ژمنه کړې ده. دغه څوارلس تنه نارينه او يوه ښځه به د احمدي نژاد په وينا د ايران لخوا وبخښل او برتانيې ته انتقال شي.

https://p.dw.com/p/DKEq
د برتانيې سمندري ځواکونه د مارچ په درويشتمه نېټه د شط العرب سيند ته نژدې نيول شوي وو
د برتانيې سمندري ځواکونه د مارچ په درويشتمه نېټه د شط العرب سيند ته نژدې نيول شوي ووانځور: AP
ايراني چارواکي وايي چې نوموړي ماڼوگان به د پنج شنبې په ورځ خپل هېواد ته ستانه شي. د برتانيې حکومت له دې اعلان څخه هر کلی کړی دی. د برتانيې سمندري ځواکونه د مارچ په درويشتمه نېټه د شط العرب سيند ته نژدې په دې تور ونيول شول، چې گواکې د ايران له سمندري پولو څخه يې سرغړونه کړې وه. برتانيا په دې ټينگار کوي چې ماڼوگان يې د عراق په خاوره کې وو.