1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران ته د افغان مهاجرو د رسېدو ستړی او سخت سفر

۱۴۰۰ آذر ۲۱, یکشنبه

هره ورځ په سلونو افغان مهاجر په ستړی کوونکو او سختو لارو و ايران ته د رسېدو هڅه کوي. هغه چي ايران ته په رسېدو بريالي هم سي، بېرته افغانستان ته لېږدول کيږي.

https://p.dw.com/p/449jl
Türkei | Afghanische Flüchtlinge in der Provinz Van
انځور: Ali Ihsan Ozturk/DVM/ABACAPRESS/picture alliance

د افغانستان له مغربي ښار هرات څخه هره ورځ ګڼ شمير سرويس موټرونه د ايران سرحد ته په سلونو افغانان انتقال کوي. دغه افغانان چي غواړي ايران ته ځان ورسوي، هلته د خپلو قاچاق وړونکو سره يوځای کيږي او څو ورځي پرله پسې سفر کوي. له دوی څخه بعضي ځانونه په لاريو موټرو نښلوي او بعضي بيا د غلو او سرحد ساتونکو څخه ځان پټ کوي او په توره شپه په غرونو کي په پښو سفر کوي. هغوی هيلې لري چي ايران ته تر رسېدو وروسته به هغوی هلته کار او روزګار پيدا کړي. له دوی څخه بعضي اراده لري چي د اروپا پر لور روان سي.

هارون چي شل کاله عمر لري او د ايران و سرحد ته په لېږدونکي يو سرويس موټر کي ناست ؤ، وايي چي هغه غواړي د خپل ملګري فواد سره اروپا ته ولاړ سي: «موږ بله لاره نه لرو، دلته اقتصاد خورا خراب دی، که موږ حتی پر لاري د مرګ د ګواښ سره هم مخامخ کيږو، موږ به بيا هم دغه خطر پر ځان ومنو.»

په افغانستان کي پر واک د طالبانو د راتلو راهيسي اقتصادي وضعيت خورا کړکېچن سوی دی. هغه مرستې چي د افغانستان د حکومت د چلولو له پاره له دباندي څخه کېدلې، هغه درول سوي دي. د امريکا متحده ايالاتو د افغانستان د حکومت پيسې کنګل کړي دي. نړيوال طالبانو ته د شک په سترګه ګوري. د نړيوالو مرستو کمېدل او په هيواد کي وچکالي د زيات شمير افغانانو د بېروزګاره کېدو لامل سوېده. د افغانستان د نفوس اکثريت د لوږي د ګواښ سره مخامخ دی.

په روان اقتصادي بحران کي د هغو افغانانو شمير زيات سوی دی چي غواړي له افغانستان څخه کډوال سي. د مهاجرو له پاره نارويژي کمېټه وايي چي په تيرو درو مياشتو کي تقريبا ۳۰۰ زرو افغانانو خپل هيواد پرې ايښی دی. د دغې کمېټې د معلوماتو پر اساس هره ورځ تقريبا پنځه زره افغانان له خپل هيواد څخه دباندي وځي.

که څه هم چي يو شمير کسان غواړي چي اروپا ته ولاړ سي، خو تر اروپا پوري د رسېدونکو افغانانو شمير ډېر محدود دی. د افغان مهاجرو اکثريت و ايران ته مخه کوي او کوښښ کوي چي هلته يو نوی ژوند پېل کړي. دا په داسي حال کي چي په ايران کي تر مخه لا تقريبا درې مليونه افغان مهاجر اوسيږي. له بل اړخه ايران هره اونۍ و دغه هيواد ته رسېدونکو افغانانو څخه د ۲۰ او ۳۰ زرو تر منځ بېرته افغانستان ته اخراج کوي. د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) په حواله ايران سږکال ۱،۱ مليون افغانان و افغانستان ته اخراج کړي دي. دا شمېر د تير کال د شميرو په پرتله ۳۰ سلنه زيات دی.

«هرات د انساني چاقاق وړونکو مرکز دی»

په هرات کي يوه انساني قاچاق وړونکې مېرمنه وايي چي هغه د يو افغان څخه ۴۰۰ ډالره اخلي چي هغه و ايران ته په قاچاقي لاره ورسوي. هغه وايي چي البته ورڅخه صرف ۱۶ ډالره د پېشګي په توګه غواړي. هغه وايي چي پاتې پيسې مهاجر هغه وخت ورکوي، کله چي هغوی کار پيدا کړي. قاچاق وړونکي وايي چي له افغانستان څخه و ايران ته د افغانانو د رسولو پر وخت هغوی طالبانو، ايراني او پاکستاني چارواکو ته رشوت هم ورکوي. دا د دې له پاره چي هغوی يې مخه نه ونيسي.

هرات د افغانستان دريم لوی ښار دی. له دغه ښار څخه د ايران تر سرحد پوري صرف د يو ساعت سفر دی. خو دلته د چارواکو له خوا سخت نظارت کيږي. همدا وجه ده چي اکثره افغانان له هرات څخه نه بلکه درې سوه ميله ليري د نيمروز ولايت د سرحد له لاري و ايران ته د داخلېدو کوښښ کوي. په دغه لاره هغوی اول پاکستان ته داخليږي او له پاکستان څخه بيا و ايران ته د تلو کوښښ کوي.

د رضا په نوم د هرات يو اوسېدونکي د خپل ۱۷کلن زوی سره ياد سفر کړی دی. هغه وايي چي دغه سفر ډېر ستړی کوونکی دی. د هغه په وينا د دغه سفر تر ټوله مشکل پړاو له پاکستان څخه و ايران ته د اوښتلو وي. هغه وايي هلته بايد مهاجر ډېرو لوړو غرونو ته وخيژي او بيا بايد بېرته د سرحد پر هغه بله خوا له دغو غرونو څخه راکښته سي. د هغه په وينا «ډېره تاريکه وي، خو د سرحد ساتونکو له ويري څراغونه نه لګول کيږي.» رضا وايي چي د دغه سفر پر وخت مهاجر په يو قطار کي پر مخ ځي. هغه وايي چي کله چي د ايران خاورې ته څوک ورسيږي او له غره څخه بايد بېرته راکښته سي، نو دا ټول بايد ډېر ورو ورو راکښته سي. دا د دې له پاره چي له غره څخه راونه لويږي. رضا وايي که پر دغه لاره څوک له غره څخه راولويږي نو څوک ورسره مرسته نه کوي. رضا ايران ته ورسېد خو د شيراز په ښار کي د لږ وخت کار کولو وروسته پوليسو هغه ونيولی او بېرته يې افغانستان ته اخراج کړ. خو هغه غواړي چي بيا ايران ته ولاړ سي. د هغه پلار لږ وخت تر مخه وفات سوی دی. هغه وايي چي د پلار د مړيني څلوېښت ورځي پوره کېدو وروسته به بيا يو کوښښ وکړي: «زه نور څه کولای سم؟ دلته هيڅ شی نسته.»

آ./ا.ا./ن.ص.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (25.08.2020):