1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران: جنايتکاران په کابينه کې ؟

حسن » بری «۱۳۸۴ بهمن ۴, سه‌شنبه

د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې هيومن رايټس واچ د څرگندونوله مخې، هم د ايران د کورنيوچارو وزير مصطفی » پورمحمدی « اوهم د دغه هيواد د اطلاعاتو وزير غلام حسين » محسنی ايژه يی «، په تيرو دوو لسيزوکې، د بشرحقوقوته په منظم ډول په لويوسپکاويوکې لاس درلود.

https://p.dw.com/p/DMrq
انځور: AP
د هيومن رايټس واچ د نږدې ختيځ د څانگې مرستيال جو » سټورک « وويل: » دا د منلو وړندی چی د ايران په حکومت کې د دغه ډول سابقې لرونکی وگړی ناست وی. « جو » سټورک « زياته کړه: » نوموړی وگړی بايد له خپلو دندو نه گوښه کړل شی او د هغوۍ ډارونکی جنايات په بشپړه توگه وڅيړل شی «.