1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ايران د افغان کډوالو حقوق تر پښو لاندي»

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ آبان ۲۹, چهارشنبه

د بشري حقونو د څارني سازمان په يوه تازه راپور کي ويلي دي، هغه افغانان چي له جنګ څخه ايران ته پناه وړي، د دغه هيواد د حکومت تر سيستماتيکي بدرفتارۍ لاندي راځي او بې له مهلت ور کولو څخه بيرته شړل کيږي.

https://p.dw.com/p/1ALN9
انځور: DW

د بشري حقونو د څارني سازمان د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۲۰) په خپل خپاره کړي ۱۲۴ مخيز رپوټ کي ويلي دي چي ايران «د هغو خلکو په مقابل کي چي له زورزياتيو څخه تښتېدلي دي» خپل قانوني مکلفيتونه تر پښو لاندي کوي. دغه سازمان ويلي دي چي په ايران کي يې پر فزيکي زورزياتي، غير انساني وضعيت، خبري پيسو تحويلولو، په زوره کمپونو ته انتقال او جباري کارونو باندي سربيره د کورنۍ غړيو د جلا کولو پيښي ثبت کړي دي.

په نيويارک کي مېشت دغه سازمان د «نا بللو مېلمنو، د ايران له خوا د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د حقوقو تر پښولاندي کول» په نوم رپوټ کي د افغان چارواکو په حواله ويلي دي چي ايراني چارواکي له خپل هيواد څخه د افغان کډوالو شړل د افغانستان د حکومت پر وړاندي د سياسي آلې په توګه کار اخلي.

دغه سازمان ويلي دي: «په وروستيو کلونو کي وضعيت خراب سوی دی او تقريباً پر ټولو هغو افغانانو باندي چي په ايران کي ژوند کوي فشارونه ډېر سوي دي.» سازمان زياته کړې ده چي افغان کډوال «په ايران کي د بشري مرستو او ټولنيزو خدماتو په برخه کي له سترو ستونزو سره مخامخ دي او له خپلسرو توقيفولو څخه کړيږي.»

د بشري حقونو د څارني سازمان په خبره، د افغان کډوالو په برخه کي د ايران پاليسۍ نزدې يو ميليون افغانان چي په دغه هيواد کي ژوند کوي له جدي خطر سره مخامخ کړي دي.

په ايران کي افغان کډوال
په ايران کي افغان کډوالانځور: DW

په دغه سازمان کي د منځني ختيځ برخي مرستيال جوی ستورک وويل: «ايران په زرونو افغانان بيرته خپل هيواد ته لېږي په دغه هيواد کي اوس هم ډېر خطر موجود دی.»

د هغه په خبره ايران د دې پر ځای چي دغه افغانان وشړي بايد د هغوی د کډوالۍ و غوښتني ته غوږ ونيسي.

ستورک زياته کړې ده چي ايران له دېرشو کلونو راهيسي د زياتو کډوالو کوربه توب کړی دی خو په کړنو کي بايد نړیوال معيارونه په پام کي ونيسي. د هغه په خبره«افغانستان اوس تر هغه مهال ډېر خطرناکه دی لکه افغانان چي ځني کډوال سوي ول.»

په دغه راپور کي د يوې افغاني کورنۍ مثال راټول سوی دی چي له ايران څخه شړل سوې ده او هلته يې درې اولاده ۱۰،۱۲ او ۱۸ کلن پاته دي.

په دغه رپوټ کي چي د بشري حقونو د څارني سازمان له خوا خپور سوی دی راغلي دي چي د ايران د وزيرانو شورا د ۲۰۱۲ کال په نوومبر مياشت کي داسي يوه لايحه تصويب کړې ده چي له مخي يې حکومت ته اجازه ورکړل سوې ده چي د ۲۰۱۵ کال تر پايه پوري له دغه هيواد څخه هغه ۱،۶ ميليونه کډوال چي په غير قانوني توګه ژوند کوي وباسي.