1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران د جاسوسۍ په تور زنداني شوی د امریکا اوسیدونکی آزاد کړ

۱۳۹۸ خرداد ۲۲, چهارشنبه

نزار زکا چې يو امريکا ميشته لبنانی تاجر دی، ويلي چې په ايران کې یې نيول کيدل د «يرغمل نيونې» پېښه وه. که څه هم چې امريکا د نوموړي له پاره نيکې هيلې څرگندې کړي خو دا لبنان وو چې د هغه آزاديدل یې تضمين کړل.

https://p.dw.com/p/3KDI5

Nizar Zakka, libanesischer Staatsbürger und ständiger Einwohner der USA, wurde nach fast vier Jahren Haft wegen Spionage in Teheran freigelassen
انځور: picture-alliance/H. Malla

ايراني چارواکو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جون ۱۱مه نیټه) وويل چې نزار زکا یې آزاد کړی دی. زياته شوې چې نوموړی په ۲۰۱۵م کال په تهران کې امريکا ته د جاسوسۍ په تور نيول شوی. زکا چې په امريکا کې د اقامې دايمې اجازه لري او په واشنگټن کې ژوند کوي، د سه شنبې په ماښام بيروت ته رسیدلی دی.

زکا په داسې يوه وخت کې آزاد شوی دی چې د امريکا او ايران ترمنځ ترنگلتيا خپل اوج ته رسیدلی ده. خو نوموړي په بیروت کې خبريالانو ته وويل چې آزاديدل یې «له سره تر پايې» د لبنان د چارواکو له خوا تضمين شوي دي او دا چې دا له امريکا سره د کومې معاملې برخه نه ده.

زکا مخکې وويل چې سره له دې به هم د هغه آزاديدل د ايران او امريکا ترمنځ ترنگلتيا يو څه راکمه کړي.

د سه شنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ له خوا وويل شول چې دوی د زکا د خوشې کیدو له وجې «منندوی» دي خو امريکا په ايران د خپلو نورو نيول شويو اتباعو آزاديدل هم غواړي.

د سپينې مانۍ وياندې سارا ساندرز، وويل: «لويه خبره دا ده چې هلته (په ايران کې) نور ډېر بنديان هم شته او موږ غواړو چې هغه خلک دې هم آزاد شي.»

يرغمل نيونه؟

زکا په منځني ختيځ کې د معلوماتي او مخابراتي تکنالوژۍ د پراختيا د کنسرسيوم مشري کوي. هغه چې په ۲۰۱۵م کال کې په يوه کنفرانس کې د گډون له پاره په رسمي بلنه ايران ته تللی وو، په همدې هیواد کې ونيول شو. د ايران د رسنيو له خوا هغه وخت ويل شوي ول چې نوموړی د انقلابي گارد د افسرانو له خوا د امريکا متحده ايالاتو استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور هغه وخت ونيول شو چې له دغه هېواد څخه یې د وتلو هڅه کوله.

په ۲۰۱۶م کال کې بيا نوموړی د جاسوسۍ له کبله مجرم وگڼل شو او د لسو کلونو بند په سزا محکوم شو. په داسې حال کې چې ايراني رسنيو هغه د يوه جاسوس په توگه وړاندې کړ، زکا تل دغه تورونه ردول.

زکا د سه شنبې په ورځ وویل: «زه يوه هېواد ته په رسمي بلنه تللی وم چېرې چې زه بيا يرغمل ونيول شوم.»

هغه زياته کړه چې بيا له «خپل سري بند او يوې نمايشي محاکمې» سره مخامخ شو. زکا په ايران کې له هغو بندیانو څخه یو دی چې د دوه گوني تابيعت او يا لويديځ سره د اړيکو له کبله بنديان دي.

د ايران د رسنيو په حواله لبناني چارواکو د څو کلونو راهيسې د زکا د آزادولو غوښتنه کوله خو په پای کې د لبنان د ولسمشر میشال عون، په شخصي غوښتنه نوموړی آزاد کړل شو. دا روښانه نه ده چې ولې ايران اوس دا پریکړه نيولې ده.

bs/ms (Reuters, AP,AFP)

زموږ له آرشيف څخه: