1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران د منځني واټن د توغندي د بريالۍ ازموينې خبر ورکړ

۱۳۹۶ مهر ۱, شنبه

په ايران کې د توغندي دغه ازموينه وروسته له هغه وشوه چې له متحده آيالاتو سره د اتومي تړون په سر لانجه توده شوې ده. امريکايي ولسمشر، دونالد ترمپ، دغه تړون تر سوال لاندې راوستی وو.

https://p.dw.com/p/2kZBO
Ballistische Rakete Iran Ghadr F.
انځور: Tasnim

ايران د خپلو څرګندونو له مخې د منځني واټن يو توغندی په «بريالۍ» توګه ازمويلی دی. د ايران دولتي تلويزيون د خرمشهر په نوم د توغندي پورته کېدل او الوتنه وښوده. ويل کيږي چې دغه توغندی ۲۰۰۰ کيلومتره واټن وهلی او په ورته وخت په څو دانو سرګلولو هم سمبالېدای شي. دا چې دغه ازموينه څه وخت تر سره شوه، جوته شوې نه ده.

تهران: توغنديز پروګرام دفاعي اهداف لري

د جمعې په ورځ د ايران ولسمشر، حسن روحاني، اعلان کړی وو چې د امريکا د متحده آيالاتو د انتقاد سربېره به د ايران د توغنديو پروګرام ته دوام ورکول کيږي. روحاني په تهران کې د يو پوځي پرېډ يا رسم ګذشت په ترڅ کې وويل: «موږ په سيمه او نړۍ کې د سولې پلويتوب کوو، خو زموږ له امنيت څخه د دفاع له پاره د کوم چا اجازې ته اړتيا نه لرو.»

له دې کبله به د ده په وينا ايران نه يوازې خپل ناندريز د توغنديو پروګرام ته دوام ورکوي، بلکې نور به يې هم پراخوي.

روحاني په دې سره د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ترمپ، وروستيو لفظي بريدونو ته غبرګون وښود. ترمپ د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې پر مهال په خپله وينا کې ايران په سيمه کې د بې ثباتۍ يو ځواک بللی او د اتومي تړون د لغوه کېدو ګواښ يې هم ورته کړی وو.

تهران تل په تکرار سره په دې ټينګار کوي چې د توغنديو پوځي پروګرام يې يوازې د خپل هېواد د پولو د ساتلو هدف لري چې نورو هېوادونو ته کوم ګواښ نه پېښوي. په خبره يې توغندي داسې جوړ شوي دي چې کومه اتومي سرګلوله نه شي وړلی. خو په دې سربېره هم په تېره د امريکا په متحده آيالاتو او اسرائيل کې لويې اندېښنې موجودې دي. دغه توغندي کولای شي چې په اسرائيل کې پروت هر ځای په نخښه کړي. د ايران پوځ دغه نوي توغندي د جمعې په ورځ په پوځي پرېډ کې ښکاره کړي وو.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.04.2015):