1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران د يورانيمو د غني کولو پروسه چټکه کړې

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳۱, سه‌شنبه

له امريکا متحدو ايالاتو سره د لفظي شخړو په منځ کې ايران د يورانيمو غني کولو پروسه څلور چنده چټکه کړې ده. په همدې حال کې ترمپ ويلي دي چې که ايران چمتو وي امريکا به ورسره خبرې اترې وکړي.

https://p.dw.com/p/3IoAD
Iran Atomanlage Natans
انځور: Getty Images/M. Saeedi

د نړيوال اتومي تړون د ځينو برخو تر رسمي لغوه کولو وروسته ايران اوس په دې عمل کوي. د ايران د اتومي انرژۍ سازمان وياند بهروز کمالوندي وويل چې د هېواد په مرکز کې د نطنز اتومي دستگاه کې د يورانيمو غني کول څلور برابره زيات شوي دي.

خو دا لا روښانه نه ده چې ايران په دې سره اوس تر هغه زيات يورانيم لري، لکه په تړون کې چې یې اجازه ورکړل شوې او که څنگه؟ د ۲۰۱۵م کال د ويانا د اتومي تړون له مخې حکومت اجازه لري چې تر۳۰۰ کيلوگرامو پوري تر ۳،۶۷ سلنه غني شوي يوارنيم په هيواد کې ولري. پاته برخه بايد يو دريم هيواد ته ورکړل شي او يا هم وپلورل شي.

د يورانيم غني کول۲۰ سلنه ته لوړول

په دې وروستيو کې د ايران او امريکا ترمنځ ترنگلتيا ډېره زياته شوې ده. کابو دوې اوونۍ مخکې ولسمشر دونالد ترمپ پر ایران نوي بندیزونه ولگول. د حسن روحاني په مشرتوب د ايران رهبري له اروپايي هېوادونو څخه د ضرب الاجل په ټاکلو سره غوښتنه کړې چې د جولای مياشتي تر اوومې نيټې پورې دې داسې لارې چارې برابرې کړي چې د امريکا بندیزونه د ايران د نړيوال تجارت لاره خنډ و نه گرځي. که نه نو دغه هېواد به د يورانيمو په نامحدوده غني کولو لاس پورې کړي.

وياند کمالوندي اوس دا خبره واضح کړې ده چې که د جولای مياشتي ضرب الاجل په پام کې ونه نيول شي نو په تهران کې به حکومت په اتومي تړون کې د يورانيمو د غني کولو ۳،۶۷ ټاکل شوې حد له پامه وغورځوي او په څلورو ورځو کې د يورانيمو غني کول ۲۰ سلنه ته لوړ کړي.

Hassan Ruhani  Präsident des Iran
د ایران ولسمشر حسن روحاني له اروپايي ټولنې غواړي چې هېواد یې له انزوا څخه را وباسي. انځور: picture-alliance/dpa/Iranian Presidency

په دې منځ کې د امريکا په کانگرس کې د جمهوري غوښتونکو سناتور لندسي گراهم پر ايران د پوځي بريد غوښتنه کړې ده. گراهم چې د ولسمشر دونالد ترمب نزدې تن گڼل کيږي، دا څرگندونې د ملي امنيت له مشاور جان بولتن سره تر يوه ملاقات وروسته وکړې.

بولتن هم د ایران پر وړاندې د خپل شديد دريځ له کبله شهرت لري. خو په کانگرس کې د ديموکرات گوند استازي روبن گالگو بيا د گراهم له څرگندونو سره مخالفت ښوولی دی.

په همدې حال کې ولسمشر دونالد ترمپ ويلي دي چې که ايران خبرو ته «چمتو» وي نو دی یې هم مخالفت نه کوي. دونالد ترمپ تر دې دمخه ويلي ول چې د ایران له خوا د هر گواښ ځواب به په «پوره ځواک» سره ورکړي خو دا يې منلې وه چې امريکا «داسې څه نه (گواښ) دي ليدلي چې څه شوي وي او يا به څه وشي.»

ترمپ د دوشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې داسې اشاره ورکړه چې تهران لومړی گام پورته کړي نو دی هم خبرو ته چمتو دی. هغه خبريالانو ته وويل: «که هغوی تماس ونيسي نو موږ به ورسره هرو مرو خبرې وکړو خو دا په هغوی پورې تړلې ده. زه غواړم چې که هغوی چمتو وي نو اړيکه دې ونيسي.»

خو د رسنيو د رپوټونو په حواله د ايران ولسمشر حسن روحاني اوسمهال له امريکا سره مذاکرات رد کړي دي. د ايران دولتي خبري آژانس ارنا په حواله نوموړي ويلي دي چې که څه هم چې دی په اصل کې د ديپلوماسۍ پلوی دی خو «اوسنی وضيعت د خبرو اترو له پاره مناسب نه دی او زموږ انتخاب به پياوړی وي.»

b.s/n.z (rtr,ap,dpa, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: