1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران د ډونلډ ټرمپ د نيولو امر صادر کړ

۱۳۹۹ تیر ۱۰, سه‌شنبه

د ايران څارنوالانو پر انټرپول پوليسو ږغ کړی دی چي هغوی بايد پر ايراني جنرل قاسم سليماني د وژونکي بريد په تړاو د ولسمشر دونالد ترمپ پر ضد «سور سند» صادر کړي.

https://p.dw.com/p/3eZ8p
Iran Proteste gegen Donald Trump
انځور: Getty Images/AFP/A. Kenare

د ايران څارنوالۍ د نړيوالو پوليسو پر سازمان انټرپول ږغ کړی دی چي بايد پر جنرل قاسم سليماني د وژونکي بريد په تړاو د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ضد «رېډ نوټس» صادر کړي. ايران ويلي چي د ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې وروسته به هم دغه قضيه تعقيب کړي.

د ايران څارنوال علي القاصي مهر د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جون ۳۰مه) وويل چي د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ او ۳۵ نور کسان په ايران کي د «ترهګرۍ او قتل» په تورنو تورن دي. هغه زياته کړه چي د ايران چارواکو تر مخه لا د ولسمشر ټرمپ پر ضد د نيول کېدني اوامر صادر کړي دي.

ايران په فرانسه کي مستقر د پوليسو له نړيوال سازمان انټرپول څخه هم هيله کړې ده چي هغه دي د امريکا د ولسمشر ټرمپ په نيولو کي وروسره مرسته وکړي. د ايران د دولت تر ټولو لوړ رتبه څارنوال علي القاصي مهر و انټرپول ته ويلي دي چي دغه نړيواله اداره دي د ټرمپ تر څنګ د سليماني د وژني په قضيه کي د نورو تورنو کسانو پر ضد هم «رېډ نوټس» يا سور سند صادر کړي. دغه سند د لوړي سطحې غوښتنه وي چي له مخي يې د يو تورن کس د نيول کېدنې غوښتنه کيږي او دغه نړيوال سند صرف د انټرپول اداره صادرولای سي. خو د دغه سند د صادر کېدنې په ترڅ کي هم صرف اړونده هيوادونه تورن کس نيولای سي.

ايران غواړي چي د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ مياشت کي و بغداد ته نژدې هغه امريکايي بې پېلوټه الوتکي بريد په جنايي توګه تعقيب کړي چي پکښي د ايران جنرل قاسم سليماني او د عراقي مليشې رئيس ابو مهدي المهندس وژل سوي ول. ايران غواړي په دې ترڅ کي د متحده ايالاتو ولسمشر او پر يو شمېر نورو ملکي چارواکو محکمه وچلوي. د ياد برېد وروسته د ايران او امريکا د متحده ايالاتو تر منځ ترينګلتيا تر دې حده زياته سوې وه چي په سيمي کي د جګړې د پېلېدو ګواښ احساسېده.

Demonstration in Teherean nach dem Mord an Qasem Soleimani
ايرانيانو د جنرال قاسم سليماني پر وژنه سخت غبرگون وښودانځور: Getty Images/AFP/A. Kenare

ايا انټرپول به کوم اقدام وکړي؟

د دې امکان ډېر کم دی چي انټرپول دې ته راضي سي چي د ډونلډ ټرمپ په تړاو د ايران غوښتنې ته مثبت جواب ورکړي. د پوليسو دغه نړيواله اداره د خپلو اصولو په ترڅ کي هيڅ داسي قدم نه اخلي چي «د يو قسم سياسي مداخلې يا فعاليت» شکل ولري.

د ايران څارنوال علي القاصي مهر ويلي دي چي ايران به تر هغه وروسته هم د ټرمپ پر ضد د محکمه چلولو هڅو ته ادامه ورکړي، کله چي ټرمپ نور د متحده ايالاتو ولسمشر نه وي. ټرمپ تر مخه اعلان کړی دی چي د روان کال په نوامبر مياشت به په متحده ايالاتو کي د دويمي دورې ولسمشرۍ ته ځان کانديد کړي.

پر جنرل سليمان د امريکايي بې پېلوټه الوتکي د بريد وروسته په ايران او عراق کي د امريکا پر ضد ضديت زښت زيات سوی ؤ. د دغې پيښي وروسته ايران په عراق کي د امريکايي پوځي مقرونو په وړاندي توغندي وتوغول. له هغه څخه صرف څو ساعته وروسته په ايران کي يوه داسي مسافر وړونکې الوتکه هم وويشتل سوه چي پکښي ۱۷۶ مسافر سپاره ول. د ايران په وينا د يوکراين هيواد دغه مسافر وړونکې الوتکه د ايراني چارواکو له خوا د هغه وروسته په تېروتنه کي وويشتل سوه چي په هکله يې د کروز توغندي فکر کړی ؤ.

د جون مياشتي په پېل کي ايران پر يوه ايراني الاصل کس تور ولګاوه چي امريکا او اسرائيل ته يې د سليماني د نقل و حرکت په هکله معلومات ورکړي ول. د دغه تور په ترڅ کي تورن کس ته په ايران کي د اعدام سزا واورول سوه.

خبري آژانسونه/ا.و.ا./ب.ص.

زموږ له آرشيف څخه: