1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران غواړي بيا د خپل اټومي پروگرام پر سر خبري پيل کړي

۱۳۹۰ دی ۱۱, یکشنبه

د ايران تلويزيون د هغو پوځي تمريناتو انځورونه ښودلي دي، چي سمندري پوځ ئې د فارس په خليج کي د هرمز تنگي ته نزدې تر سره کړي دي.

https://p.dw.com/p/13cbN
ويل سوي چي په دوی کي داسي راکټونه هم سته چي تر۲۰۰۰ کيلومتره واټن پوري نښان ويشتلای سي.
ويل سوي چي په دوی کي داسي راکټونه هم سته چي تر۲۰۰۰ کيلومتره واټن پوري نښان ويشتلای سي.انځور: REUTERS

په دغو انځورونو کي د ايران د سمندري پوځ پر بېړيو باندي دافع هوا توغندۍ نصب او ښوول سوي دي، چي د هوايي پوځ جنگي الوتکي، څرخۍ الوتکي او اوبتلونه راکټونه فايروي.

خو د هغو اوږد واټن ويشتونکو راکټونو توغونه ځنډېدلې ده، چي په پلان کي ول د شنبې په ورځ به و توغول سي.

د ايران خبري آژانس څرگنده کړې ده، چي د سمندري پوځ مرستيال قومندان اميرالبحر محمود موساوي ويلي دي چي د اوږد واټن ويشتونکی توغندی به په راتلونکو ورځو کي وتوغول سي.

پخوا تر دې د ايران يوه بل خبري آژانس خبر ورکړی وو، چي د شنبې په ورځ اوږدواټنه توغندی له پلان سره سم و ازمويل سو.

ويل سوي دي چي په دوی کي داسي راکټونه هم سته چي تر۲۰۰۰ کيلومتره واټن پوري خپل نښان ويشتلای سي. د دې معنا دا ده، چي دغه راکټونه اسرائيل، عربي هيوادونه او يا هم په افغانستان کي د امريکا اډې په نخښه کولای سي.

ددغو پوځي تمريناتو په لومړۍ ورځ، ايران حتا گواښ وکړ، چي که ئې د نفتو پر صادراتو باندي بنديزونه ولگول سي، نو د هرمز تنگه سمندري لاره به په بشپړه توگه بنده کړي.

دا په داسي حال کي ده، چي اروپايي ټولنه پر ايراني نفتو د بنديز پر سر بحثونه کوي.

د ايران د سمندري پوځ عمومي قومندان حبيب الله سياري د سمندري پوځي تمريناتو پر وخت وويل، د هرمز تنگي د سمندري لاري تړل د ايران د اسلامي جمهوريت له پاره ډيره اسانه خبره ده:

«د ايرانيانو په اصطلاح دا داسي آسانه کار دئ، لکه د يوه گلاس اوبو څښل.»

د ايران تر دې گواښ وروسته امريکا سمدلاسه غبرگون وښود او وئې ويل، چي د هرمز د لاري تړل د زغملو نه دي.

امريکا ويلي دي، چي د سمندري پوځ څو جنگي بېړۍ ئې هرمز ته نزدې په گزمه بوختي دي او د اړتيا په صورت کي به د هرمز لار په زور سره بېرته خلاصه کړي.

د ايران گاونډي عرب هيوادونه، دغه موضوع په آرامه څاري او په دې اند دي، چي ايران به د هرمز لاره بنده نه کړي ولي چي دغه لاره په خپله د ايران له پاره د ښارگ معنا لري.

خو د وضعي په بېرته آرامولو کي د ايران د بهرنيو چارو د وزير علي اکبر صالحي د شنبې ورځي څرگندونو هم مهم رول و لوباوه.

صالحي په تهران کي د شنبې په ورځ وويل، چي ايران چمتو دئ د خپل اټومي پروگرام په هکله يو ځل بيا خبرو اترو ته حاضر سي.

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی
کتونکی:نجيب الله زيارمل