1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران ـ ځوانان او پيغلي په اېپ ځان ته شريک موندلای سي

۱۴۰۰ مرداد ۳, یکشنبه

د آسيا يو شمير هيوادونه لکه هند، بنلګه دېش او پاکستان د زيات نفوس له کبله د يو شمير ستونزو سره مخامخ دي. خو ايران برعکس د نفوس د کمښت د ستونزي سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/3y1Nt
Bildergalerie Iran KW3 Liebe
انځور: FARS

د ايران پارلمان د ۲۰۲۱ کال په مارچ مياشت کي د داسي اقداماتو مسوده منظوره کړه چي مقصد يې په ايران کي د ماشوم زېږېدنې د مخ په وړاندي کمېدونکو شميرو زياتول دي. په داسي حال کي چي په ۱۹۸۰ کال په ايران کي هرې مېرمنې اوسطا ۶،۴۸ ماشومان زېږول، اوس دغه شرحه و ۲،۱۴ ماشومانو ته راټيټه سوې ده. په ايراني ځوانانو او پيغلو کي پر وخت و واده کولو ته د تمايل  کمېدنه د ماشومانو د شمير د کمېدو يو مهم لامل بلل کيږي.

که څه هم چي په ايران کي د ژوند د شريک موندلو د سنتي دودونو تر څنګ اوس ګڼ شمير آنلاين او د موبايلونو اېپس هم کارول کيږي، خو حکومت دغه ټول اېپس غيرقانوني ګرځولي او پر استعمال يې ممانعت لګولی دی. د دغه هيواد له دولتي ملاتړ څخه برخمنې د مذهبي او کلتوري چارو ادارې د همسان تبيان په نوم پاڼي د ايراني پيغلو او ځوانانو له پاره د «همدم» په نوم يو دولتي اېپ معرفي کړ. د دغه موبايل اېپ په مرسته ځوانان او پيغلي کولای سي چي ځان ته د ژوند شریک پيدا کړي.

د دغه اېپ انسټال کول مفت دي خو کاروونکی يې بايد ثابته کړی چي د ايران تابعيت لري. د هغه وروسته د ژوند د شريک تلاښ کوونکي څخه يو ډول مرکه اخيستل کيږي او د هغه پر اساس ورته د ژوند يو داسي کانديد شريک معرفي کيږي چي په همدغه اېپ کي ورڅخه مرکه اخيستل سوې وي.

د همدان تبيان کاري ډله وايي چي د «همدم» اېپ پر داسي نوې ټيکنالوژۍ ولاړ دی چي پکښي له مصنوعي ځيرکتيا څخه کار اخيستل سوی دی. دغه اېپ د هغه وروسته طرحه کړل سو، کله چي په ايران کي د نفوس مخ په کمېدنې د ستونزي د مخنيوي له پاره پارلمان د يو شمير اقدماتو بسته منظوره کړه.

د اېپ طراحان وايي چي د ايران دولتي اېپ «همدم» د لوېديځو ورته مقصد لرونکو اېپس په پرتله پر اسلامي اصولو ولاړ دی. په دې ترڅ کي پيغلي او ځوانان په مستقيمه توګه يو د بل سره نه وصل کيږي بلکه که د ازدواج تمايل او اراده موجوده وي، نو د يو دولتي مشاور په شتون کي د هغوی کورنۍ سره يوځای کيږي. که د انجلۍ او هلک تر منځ نکاح وسي، نو څلور کاله وروسته بيا يو دولتي مشاور د دغه ازدواج څارنه او جایزه اخلي.

په سنتي توګه د ايران د پيغلو او هلکانو مور او پلار د هغوی له پاره د ژوند شريک لټوي. خو اقتصادي نا ډاډمنتيا، او د نورو لاملونو تر څنګ په زيات عمر واده کولو ته تمايل د دې لامل بلل کيږي چي په ايران کي د ماشومانو د زېږېدنې شرحه په دوامداره توکه د کمېدو په حال کي ده. د ايران حکومت غواړي چي ځوانان او پيغلي دې ته وهڅوي چي وختي لا ودونه وکړي او ماشومان راوړي چي د دغه اسلامي جمهوريت د نفوس د مخ په کمېدنې له ستونزي او په دې توګه د دغه ستونزي له جدي اقتصادي او نورو عواقبو څخه خلاص سي.

ا.ا./ا.خ.ح.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: