1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران هم غواړي خپله ونډه په افغانستان کې ادا کړی

۱۳۸۸ فروردین ۱۲, چهارشنبه

د سه شنبي په ماښام په دنهاګ کي د افغانستان نړيواله غونډه پاي ته ورسيده. 72 هيوادونو په هغه کي برخه درلوده. پدي غونډه کي د امريکا د جمهورریس بارک اوباما په نوي تګلاري، منځ پلوه طالبانو ته د خبرو اترو کولو وړاندييز وکړ.

https://p.dw.com/p/HODt
د ايران د بهرنيو چارو وزارت معيین آخنزاده او د افغانستان جمهور ريس کرزیانځور: AP

او پدي پوښتني باندي خبري وشوي چي د ايران په شان ګاونډي هيوادونه څنګه د افغانستان په ثبات کي ونډه اخيستلاي اومرسته کولاي شي.

د افغانستان د پوليسو په وسلو سنبالول

ډیرو هيوادونو د افغانستان په بيا رغولوکي د نوري مرستي ژمنه وکړه د المان لخوا د دي هيواد د بهرنيو چارو وزیر فرانک والتر شتاین ماير وعده وکړه چي د افغانستان د امنيتي قواوو د روزنې لپاره به خپل ملاتړ ډیرکړي. د بهرنيو چارو د وزارت د وينا له مخي به په يوو صندق کي 50 مليونه يورو د افغانستا ن د پوځ د روزني اوپه وسلو سنبالولو لپاره کيښودل شی.

همدغه ډول اروپايي ټولني هم د60 مليونو يورو نوري مرستي ژمنه کړيده.دفرانسي لخوا دهغه هيواد دبهرنيو چارو وزير برنارد کوشنير د150 فرانسوي پوليسو د استولو وعده وکړه، چي هلته په افغانستان کي به اروپايي پوليس پياوړي کړي. او د امريکا متحده ايالتونه دهغه د بهرنيو چارو د وزیری هلري کلينتن د وينا له مخي د افغانستان د رياست جمهورۍ د ټاکنو لپاره چي په اوړي کي کيږي، مرسته سرته ورسوي.

ميرمن کلينتن د پخلايني پلوي کړيده

د امريکا دمتحده ايالتونو دبهرنيو چارو وزیري میرمن هلري کلينتن په اصطلاح له منځ پلوه طالبانوسره دخبرو پلوي کړيده .دي ويلي چي هغه څوک چي له زورزياتي د نه کولو قسم وکړي، هغه ته بايده دي په ډير عزت او احترام سره د پخلايني او په يوي سوله ايزي ټولنه کي د ګډيدو وړانديزوشي.

د افغانستان جمهور ريس حامد کرزي هم د دي لاري پلوي وکړه. د غونډي په ګډه اعلاميه کي پدي هکله راغلي دي چي هغه افغاني جنګيالي چي، له نړيوال تروريزم سره خپله فاصله او لري والي ښيي، اساسي قانون ته په درنه سترګه ګوري اوخپلي وسلې په ځمکه ږدي، بايد بیرته په ملکي ژوندانه کي شريک کړاي شي.

Iran begrüßt regionalen Afghanistan Ansatz
په دنهاګ کې د افغانستان غونډهانځور: picture-alliance/ dpa

پدي غونډه کي ايران هم برخه اخيستي وه د هغه هيواد د بهرنيو چارو د وزارت معين محمد مهدي آخنزاده په دنهاګ کي ويلي دي چې د ده هيواد افغانستان ته په بيا رغونه کي د مرستي د کولو لپاره چمتو دی. اوهلته به د مخدره موادو له سوداکرۍ سره مبارزه هم وکړي. آخنزاده په عين وخت کي د امريکا د متحده ايالتونو له دي پريکړي سره چي افغانستان ته نور عسکرهم واستوي مخالفت ښودلي دي. او ويلي يي دي چي بهرنيو پوځونو همدا اوس هم په وضع کي کوم ښه والي ندي راوستلي. ده په انتقاد سره زياته کړه چي داسي ښکاري چي د بهرنيو پوځونو د شمير ډيريدل به هم هلته اغيزناک ثابت نشي.

د امريکا او ايران ترمنځ له احتياط نه ډک نژدي کيدل

د دنهاګ دغونډي په څنډه کي د امريکا د متحده ايالتونو اوايران ترمنځ نژديوالي راغي. دغه دواړه هيوادونه له 1980 کال راهيسي ديپلوماسي اړيکي سره نلري. لکه هسي چي د امريکا د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيري کلينتن هم تاييد کړيده، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د معيین آخنزاده او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا متحده ايالتونو د ځانګړي استاذي ريچارد هولبروک ترمنځ کتنه شويده. د دوي کتنه د زړه له کومي او لنډه وه او دواړو سياستمدارانو ژمنه سره کړيده چي په تماس کي پاتي شي همدغه ډول د امريکا حکومت نماینده ګانو د ايران حکومت ته يوليک هم ورکړيدي.

د لاسته راغليو معلوماتو له مخي په نوموړي ليک کي دهغو دری کسو امريکايي وګړو پوښتنه شويده، چي په ايران کي ورک شويدي. د امريکا حکومت د ايران له حکومته څخه غوښتنه کوي چي د هغو د برخه ليک په هکله معلومات ورکړي. د دغودری کسو له جملي څخه يو د FBI پخواني جاسوس چي د وروستي ځل لپاره په 2007 کال کي د ايران په جنوبي ټاپو کيش کي ليدل شوي وو، همدغه ډول يوه خبریاله د دي لپاره چي نور يي د ژورناليستۍ ليسينس نه درلوده. او دريمه ورکه ښځه پروسږکال د اکتوبرپه مياشت کي په تهران کي د ترافيکي ګناه له امله نيول شوي وه دي. هلته د خپل ماستري کارلپاره چي د ايران د ښځو په هکله يي ليکه څيړني کولي.

رحيله اميری

کتونکی: يحيی وردک