1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران: پر ايرانۍ کښتۍ يرغل به د جنگ پيل وي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۳, چهارشنبه

د ايران د لوی درستيز مرستيال امريکا او عربستان ته په خطاب گواښ کړی دئ، چي که ئې يمن ته پر لاره د مرستو رسولو پر کښتۍ باندي يرغل وسي، په سيمه کي به د جنگ اور بل سي.

https://p.dw.com/p/1FOye
انځور: Noroozi/AFP/Getty Images

د ايران د لوی درستيز مرستيال مسعود جزايري د سه شنبې په ورځ په خپله تنده وينا کي امريکا متحدو ايالاتو او سعودي عربستان ته په خطا ويلي دي، چي که ئې د يمن سواحلو ته په بشري مرستو بار رواني کښتۍ ته مزاحمت وسي يا ئې د مخنيوي هڅه وسي «داسي اور به بل سي چي وژل به ئې بيا امکان ونه لري.»

د فارس خبري آژانس د راپور له مخي سردار جزايري گواښ کړی دئ چي «د ايران چپ پاتېدل هم حد او اندازه لري او که مو د مرستو رسولو کښتۍ ممانعت وسي، دوی بايد د نورو اقداماتو تمه ولري.»

تر دې دمخه ايرنا خبري آژانس د ايران د سمندري ځواکونو د لومړۍ سيمي د قوماندان په حواله خبر ورکړی وو، چي د «ايران شاهد» مرسته رسوونکي کښتۍ حفاظت جنگي کښتۍ کوي.

دغه کښتۍ د يمن «الحديده» بندر ته روانه ده. دغه بندر د حوثي ياغيانو په لاس کي دئ.

له هغه وخت راهيسي چي د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف ايران په يمن کي د حوثي ياغيانو په ملاتړ تورن کړی دئ او وايي چي وسلي ورکوي، د امريکا د دفاع وزارت هم له ايران څخه غوښتي دي چي د دغي کښتۍ بار دي د يمن پر ځای د دغه هيواد گاونډي جيبوتي ته ورسوي، څو د ملگرو ملتونو له خوا يمنيانو ته ورسيږي. داسي ښکاري چي پر دې موضوع به جنجال نور هم ډېر سي.

د پنتاگون يوه وياند ستيو وارن، د ايران رهبرانو ته په خطاب گواښ کړی دئ، چي که قصد ولري په دغه کښتۍ کي وسلې پټي کړي بايد پوه سي چي دغه اقدامات هيځای نه نيسي.

د امريکا د دفاع وزارت يوه چارواکي چي نوم ئې نه دی ښوول سوی «سي ان ان» ته ويلي دي چي داسي راپورونه ئې تر لاسه کړي چي په دغه کښتۍ کي وسلې بار نه دي، خو دا چي دغه کښتۍ د جنگي بېړيو له خوا بدرگه کيږي، په دې اړه ئې بيرته اندېښنې ډيري کړي دي.

د ستيو وارن په خبره د ايران دا پريکړه چي د مرستو کښتۍ دي په جنگي بېړيو سره بدرگه کړي «غير ضروري» ده.

دوې اونۍ دمخه سعودي عربستان د يمن د پلازمېنه صنعا هوايي ډگر بمبار کړ. او په دې سره ئې د هغي ايرانۍ الوتکي د کښېناستلو مخه ونيوله چي ويل کېده بشري مرستي پکښې بار دي. تر دغه کار وروسته ايران په غوسه سو او يمن ته ئې د «ايران شاهد» په نوم کښتې د لېږلو پريکړه وکړه.