1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران پر کومه خوا روان دی ؟

۱۳۸۸ دی ۸, سه‌شنبه

بيله شکه دا د يوې ځواني ټولني دپاره يوه مهمه پوښتنه ده ،چه تر درو لسيزو فشار او تهديد وروسته اوس د يوې ښې راتلونکي غوښتنه کوي ، هغه څه چه واقعأ يې مستحق هم دي

https://p.dw.com/p/LG5Z
انځور: AP

خو د سيمي دپاره هم دا يوه مهمه پوښتنه ده، چه بيله هغه د تشدد،جنګ او تقريبأ نه حليدونکو شخړو سره مخامخ ده . او معلومداره دا د بين امللي ټولني دپاره هم يوه مهمه پوښتنه ده ، ځکه چه ايران په اټومي شخړه کښي يو پارونکي او نه تسليميدونکي سياست تعقيبوي .

ايران پر کمه خوا روان دی ؟ يوه ښه پوښتنه، چه لکه ډيري نوري معقولي پوښتني چه معقول جواب هم نه ورته پيدا کيږي .

په ايران کښي د قدرت پر سر مبارزه ، او د هغه سره يو ځای په سړکانو او کوڅو کښي اعتراضونه د جمهوري رياست د انتخاباتو راهيسي په پرله پسې ډول جريان لري .

د قدرت پر سر مبارزه په زياتيدونکي ډول سره شديده کيږي . اعتراضونه او مظاهرې تنديږي او افراطي کيږي ، او ورسره يو ځای نښتي او کشمکشونه بې رحمه کيږي . دغه بې رحمي کم ځای ته رسيږي ، او دغه اعتراضونه کم هدف لري ؟

د عاشورا دورځي څخه ناراضي خلګو په ټول هيواد کښي استفاده وکړل ، او بيرته سړکانو ته راووتل . دا داوله سره معلومه وه ، چه مخالفين به ددغي ورځي څخه د رژيم پر ضد د مظاهرو او اعتراضونو په کولو سره کار واخلي . خو په دغه ورځ د ايران دحکومت بې رحمانه عمل يوه لويه غلطي وه ،چه خراب عواقب به ولري . ځکه چه دغه ورځ د ټولو شيعه مسلمانانو دپاره يوه مهمه ورځ ده .

په دغه ورځ شيعه ګان د امام حسين د وژل کيدو يادونه کوي ، چه د حق او عدالت دپاره يې په ډير جرأت سره جنګ وکی ، او ووژل سو . نو د عاشورا ورځ د بې عدالتۍ او مطلقيت پر ضد د مقاومت ورځ ده .

په تهران ، اصفهان ، نجف آباد ، تبريز او شيراز کښي فيرونه او دودان ، پر سړکانو باندي ويني تويدل، ډير نور بنديان کيدل ، او تر درو مياشتو وروسته يووار بيا انسانان وژل کيدل .

داسي معلوميږي چه د ايران د واکمنانو جواب د خلګو د نارضايتيو په مقابل کي د نور فشار او تشدد استعمال وي . او لکه څنګه چه سړی يې ويني دا يو غير مؤثر جواب دی .

ديکتاتوران ډير لند فکر لري : يا داچه دوی يې د تاريخ څخه په هيڅ صورت سره نه زده کوي ، او يا هغه شی چه يې زده کړی دی ، ډير ژر بيرته هيروي .

او داد هغي خبري جواب دی ، چه دوی په تکرار سره عين غلطۍ کوي .

حالت 6 مياشتي مخکي لا معلوم ؤ : هغه وخت خبره د جمهوري رياست پر انتخاباتو، په انتخاباتو کښي د لاسوهني ، او د احمدي نژاد د لانجمن بيا انتخابيدو پر سر وه .

د مظاهره کونکو سره د چلند، غلطي حکومتي نسخې اوس د قانونيت بحران رامنځته کړی ، د اعتراضو د تنديدو او شديدو سبب ګرزيدلی ، او ايران يې د يوه نه حليدونکي نامعلوم حالت سره مخامخ کړی دی .

په ايران کښي د ټولني او دولت تر منځ مبارزه به بيا هم ادامه پيدا کي .

د عاشورا ورځي ښکاره کړل ، چه پر يوه ناراضي ټولنه باندي په دوامداره ډول سره حکومت نسي کيدلای ،اوددې دپاره چه د نه حکومت کيدلو پرابلم حل سي ، نو دې ته حاجت نسته چه هغه د نور ډير تشدد او فشار د لاري حل سي ، بلکه د تعقل د لاري . خو داسي ښکاريږي چه د خامينه اي د روحاني محافظه کارانو په طرف کښي د تعقل څخه کار اخيستل معلوم نه وي .

فاروقي/

کتونکی : محمد قاسم نوري