1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران: په جنگ کي هر څه پيښېدای سي

۱۳۹۱ مهر ۲۳, یکشنبه

ايران وايي، چي د جنگ پر مهال کيدای سي هر څه پيښ سي. د ايران يوه پوځي چارواکي ويلي ول، چي د ايران سره د جنگ پر مهال به دغه هيواد امريکايي اډې په نخښه کړي.

https://p.dw.com/p/16PrP
انځور: DW

د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سيد عباس عراقچي د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۱۴) په کابل کي د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سره په يوه خبره غونډه کي وويل:«موږ هيله من يو چي دغه شان يوه پيښه را منځته نه سي. په واشنگټن کي امريکايي چارواکي تر هغه ډير هوښياران دي، چي دغه شان يوه تيروتنه وکړي.»

دغه ايراني چارواکي وويل، د جنگ په پيلدو سره کيدای سي چي هر څه پيښ سي:«که امريکايان په سيمه کي يو بل جنگ پيل کړي، چي کيدای سي پيل ئې هم کړي، خو ختمېدل ئې د هغوی په لاس کي نه دي. نو کيدای سي چي هر څه پيښ سي.»

گاونډيان دي موږ درک کړي

خو افغان چارواکي وايي، لکه څرنگه چي په تيرو يوولسو کلونو کي په افغانستان کي مېشتو نړيوالو ځواکونو گاونډيو هيوادونو ته توان و نه رساوه تر دې وروسته به ئې هم و نه رسوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاويد لودين په دې اړه وويل:«موږ د خپلو گاونډيانو، په ځانگړې توگه د ايران د اسلامي جمهوريت په ړاندي د خپل سياست خپلواکي ساتلې ده او و به ئې ساتو.»

لودين ټينگار وکړ، چي د ستراتيژيک سند په اړه د امريکا له متحده ايالاتو سره په ټولو خبرو کي ئې خپل گاونډي هيوادونه په ځانگړې توگه د هغوی په کورنيو چارو کي نه لاسوهني په نظر کي درلودې.

لودين وويل:«موږ هيڅکله دا نه هيرو چي موږ هم د دغي سيمي جزو يو او موږ له خپلو گاونډيانو سره داسي اړيکي لرو چي تر هر ډول سند پراخي دي.»

لودين په دغه خبري کنفرانس کي له گاونډيو هیوادونو څخه وغوښتل چي د افغانستان وضعيت درک کړي او د هغو پريکړو درناوی بايد وسي چي افغانان ئې د خپلو گټو له پاره کوي.

په ايران کي د افغانانو اعدامونه

له بلې خوا له څو ورځو راهيسي په افغانستان کي داسي اوازې دي، چي گويا ايران پريکړه کړې ده چي په دغه هيواد کي په عمري قيد بندي افغانان اعداموي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال په دې اړه وويل:«د جرم او جنايت په برخه کي د ايران قوانين د ټولو له پاره يو شی دي. که څوک داسي يو جرم وکړي چي د هغه جزا اعدام وي، له بده مرغه دغه سزا پرعملي کيږي، دا که ايرانی وي که افغان او که کوم بل څوک.»

هغه څرگنده کړه، چي د ايران په زندانونو کي داسي افغانان سته چي د اعدام سزا ورته ټاکل سوې وي:«له بده مرغه له بده مرغه يو شمېر افغانانو په ايران کي داسي جرمونه کړي دي، چي سزا ئې اعدام ده. دوی د ايران د قوانينو له مخي محاکمه کيږي.»

خو لودين وويل، چي د بهرنيو چارو وزارت دغه مسئله جدي تعقيبوي. هغه وويل افغانستان د ايران و قانون ته احترام لري.

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: احمد ولي اڅکزی