1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايسا: په افغانستان کي پانگونه ډيره سوې ده

۱۳۹۱ آبان ۲۱, یکشنبه

په افغانستان کي د پانگوني د ملاتړ ادارې چارواکي وايي، چي په دغه هيواد کي د تير کال په پرتله پانگونه ډيره سوې ده. دا په داسي حال کي ده، چي له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو تر وتلو مخکي د پانګوني د تېښتي خبري کیږي.

https://p.dw.com/p/16glJ
انځور: DW/R. Elham

په افغانستان کي د پانگوني د ملاتړ اداره(ایسا) شمېرې ښيي چې د روان کال په نهو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله شل سلنه پانگونه ډیره شوې ده.

د ایسا د اداري د یوه نوي راپور له مخي یوازي سږ کال د کرهڼي، صنعت او کانونو په برخه کې۴۶۰ ميلیونه امریکايي ډالره پانگونه شوې ده.

د افغانستان د پانګوني د ملاتړ ادارې مشر وفي الله افتخار نن يکشنبه(۲۰۱۲ کال د نوومبر۱۱) په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په دغه هيواد کې د پانگوني بهیر ورځ تر بلي مخ پر لوړېدو دی او اوس يو شمېر بهرني پانګوال د کانونو په برخه کې د پانگوني پر سر له افغان حکومت سره په خبرو بوخت دي:

«د۲۰۱۱ کال په لومړیو نهو مياشتو کې۳۸۰ ميلیونه امریکايي ډالره پانگونه شوې وه خو سږ کال تر اوسه پوري ۴۶۰ ميلیونه ډالره پانګه شوې ده چې دا د پانگوني په برخه کې روښانه ډیروالی دی.»

د طالبانو حکومت تر ړنگېدو وروسته پر کابل سربیره په هرات، مزار شریف، بغلان، ننګرهار او یو شمیر نورو لویو ښارونو کې په سوو ميلیونه امریکايي ډالر پانگوني شوي دي. په دغه برخه کې تر ټولو ستره پانگونه د کانونو په برخه کې شوې ده.

له بلي خوا د مرکزي بانک رئیس وايي، چې سږ کال د تیرکال په پرتله د دوي اسعاري زيرمي زیاتوالی ښيي، چي دا د اقتصادي پرمختگ له پاره ښه خبر دی.

د مرکزي بانک ریس نور الله دلاوري څه موده وړاندي وويل:«د مرکزي بانک اسعاري زیرمي له ۶،۴ ميلیارده ډالرو څخه ۷،۲ ميلیارده ډالرو ته رسېدلي دي او دغه اندازه هرکال مخ پر زیاتیدو ده.»

په افغانستان کي ډیری پانگوال ویره لري، چې کيدای شي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان امنیت خراب او د دوی پانگونو ته زیان ورسیږي. خو افغان حکومت ډاډ ورکوي، چې د سوداگرو او پانگوالو له هر راز شتمنیو ساتنه به کوي او په دغه برخه کې اندېښنې بې ځایه دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د نوومبر۱۰) په هند کې له هندي صنعتکارانو سره د لیدو پر مهال هغوي وهڅول، چي په افغانستان کې پانګونه وکړي.

هغه ډاډ ورکړ، چې د افغانستان د حالاتو په اړه د بهرنیو رسنیو منفي راپورونه تر ډیره ځايه رښتینولي نه لري او هیواد یې د پانگوني له پاره مناسب ځای دی.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب