1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايمنستي: پاکستان دي د لادرکه کيدو د پيښو مخنيوی وکړی

۱۳۹۶ اسفند ۲۹, سه‌شنبه

د بشري حقونو د څار ټولني پر پاکستان غږ کړی چې د هغو په سونو لادرکه شويو کسانو د برخه ليک په اړه دې سپيناوې وکړي چې «د تښتونې پړه یې هيچا هم پر غاړه نه ده اخيستې.» د ملگري ملتونه وايي په پاکستان کې په سونو کسان لادرکه دي.

https://p.dw.com/p/2ucy0
Pakistani Entführt
انځور: DW/A. Bacha

ايمنستې انترنيشنل په يوه تازه خپرې کړي اعلاميه کې ويلي دي: «تښتونې او يا لادرکه کېدل که چيرې په پراخ او يا سستيماتيک ډول ترسره کيږي نو دا د ترور وسيله او د بشريت ضد جنايت دی.» په دې اعلاميه کې پر پاکستان غږ شوی چې د جبري تښتونو «پر ضد دې ثابت گامونه پورته کړي او معافيت دې له منځه يوسي.»

پاکستان د  تښتونو او د انسانانو په مرموز ډول د لادرکه کیدو اوږده مخينه لري. په تيرو څو لسیزو کې په ځانگړي توگه د افغانستان پولې ته څیرمه په کړکيچ ځپلو سيمو او همدا راز په بلوچستان ایالت کې تل دغه ډول پيښې ليدل شوي دي، چيري چې ځينې ياغيان د خپلواکۍ له پاره جگړه کوي.

خو په دې وروستیو کلونو کې دغه تښتوني او د لادرکه کیدو پيښې د کراچۍ او لاهور په شان سترو ښارونو او حتی په پلازمينه اسلام آباد کې هم رامنځته شوي دي.

د روان ميلادي کال په سر کې د پاکستان يو مشهور ژورناليست طه صديقي، چې په پاکستان کې یې د پوځ پر نقش نيوکې کړې وې، د اسلام آباد پر يوه لوي او مصروف سړک د تښتونې د يوې هڅې څخه په وتلو بريالی شو. هغه تر دې پيښې وروسته خپل هيواد پريښود.

Pakistan Protest - Aktivist Salman Haider verschwunden
د مدني فعال سلمان حيدر د لادرکه کيدو پر ضد مظاهرېانځور: Getty Images/AFP/A. Hassan

په پاکستان کې د پوځ له خوا طرحه شويو امنيتي تگلارو ته له انتقادي نظره کتل او په دې اړه رپوټ ورکول هغه خطرناکه موضوع ده چې ډير ژورناليستان یې تر زندانه رسولي، وهل شوي او حتی وژل شوي دي. د دې يو ډير ښه مثال د طه صديقي تازه پېښه ده. خو د پاکستان امنيتي ادارې تل په دې ډول پيښو کې لاس لرل ردوي.

تيرکال په پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو پنځه تنه فعالان چې پر پوځ او همدا راز پر افراطيت یې نيوکې کولې، لادرکه شوي ول. د دې فعالانو تر لادرکه کیدو وروسته په ټول هيواد کې مظاهرې او احتجاجونه وشول. له دوی څخه یې څلور کسان يو څو اوونۍ وروسته آزاد شول خو د پنځم کس برخه ليک تر اوسه روښانه نه دی.

اټکل کيږي چې اوس هم په پاکستان کې ډير کسان له امنيتي ادارو سره بنديان دي. د بخښني نړيوال سازمان په حواله له ملگرو ملتونو سره په پاکستان کې د تښتونې ۷۰۰ دا ډول پېښې ثبت دي په داسې حال کې چې د لادرکه شويو په اړه د څيړنو يو داخلي کمیسيون په سونو نوري پيښې هم راجستر کړي دي.

په قربانيانو کې بلاگ ليکونکي، ژورناليستان، محصلين، د سولې فعالان او د بشري حقونو نور فعالان شامل دي.

ايمنستي وايي: «دې بې رحمه او خپل سري سزاو د قربانيانو کورنۍ له يوه ډير ناوړه حالت سره مخامخ کړي دي. يو طرف دوی هڅه کوي د خپلې کورنۍ د دغه غړي د بيرته ليدو هيله ژوندۍ وساتي خو په عين حال کې یې د ناوړي پايلي ويره په زړه کې وي.»

د بخنښنې نړيوال سازمان په حواله پاکستان په دې وروستيو کې د ملگرو ملتونو هغه سپارښتنې منلې دي چې جبري تښتونې او لاردکه کيدل جرم وگرځول شي خو د هغه کنوانسيون تصويت یې رد کړی چې له مخې بايد هر وگړی د لادرکه کيدو څخه وساتل شي.

AFPE (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: