1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مديترانې سمندرګي کې شاوخوا ۲۰۰ مهاجر ژغورل شوي

۱۳۹۸ آبان ۱۲, یکشنبه

يوې خصوصي مرستندويې موسسې چې د ايټاليا په اوبو کې د مهاجرو په چارو کې فعاليت کوي ويلي دي چې يوې اکمالاتي کښتۍ شاوخوا ۲۰۰ مهاجر ژغورلي دي. ويل شوي چې دغه مهاجر له ليبيا څخه د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا ته په لاره ول.

https://p.dw.com/p/3SOP6
Italien Flüchtlinge werden von Hilfsorganisation Sea-Eye gerettet
آرشيفانځور: picture alliance/dpa/NurPhoto/C. Marquardt

د اسوشتيد پريس خبري آژانس په حواله، په مديترانې سمندرګي کې د «الارم فون» په نوم خيريه موسسه چې د مهاجرو په چارو کې د مرستې رسولو فعاليت کوي، ويلي دي چې دغه شمير مهاجر د جمعې په ورځ ناوخته او د شنبې په ورځ وختي د آسو ترينتا (Asso Trenta ) کښتۍ، چې يوه تجارتي کښتۍ ده، ژغورلي دي. په رپوټ کې ويل شوي چې ياد مهاجر له ليبيا څخه راروان شوي ول.

تر اوسه په سملاسي توګه نه ده روښانه شوې چې دغه مهاجر به له کوم ځای څخه اخيستل کيږي. د ايټاليا حکومت اعلان کړی چې هيواد ته يې د مهاجرو د دننه کيدو د مخنيوي په موخه، د ژغورل شوو مهاجرو کښتيو ته اجازه نه ورکوي چې په بندرونو کې يې لنګر واچوي.

خو د شنبې په ورځ د آلان کوردي (Alan Kurdi) په نوم يوې مرستندويې کښتۍ په سمندر کې ۸۸ تنه ژغورل شوي مهاجر د ايټاليا يوه سويلي بندر ته وليږدول. د آلان کوردي کښتۍ د د مهاجرو په چارو کې په يوې آلمانۍ مرستندويې موسسې پورې اړه لري.

ايټاليا دغې کښتۍ ته وروسته له هغې په خپل بندر کې د لنګر اچولو اجازه ورکړه چې د اروپايي اتحاديې څلورو نورو غړو هيوادونو وويل چې د دغو مهاجرو څخه ۶۷ تنه يې اخلي. په دې ترتيب ايټاليا د ۸۸ تنو ژغورل شوو مهاجرو له ډلې يوازې ۲۱ تنه يې اخلي.

په رپوټ کې د مهاجرو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي، خو هغه مهاجر چې د ليبيا له سواحلو د مديترانې سمندرګي له لارې اروپا پر لور سفرونه کوي، ډيري يې د افريقايي هيوادونو څخه وي.