1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

ايټاليا: سرويس چلوونکي ماشومان برمته او بس ته يې اور واچاوه

۱۳۹۸ فروردین ۱, پنجشنبه

په ایټالیا کې د بس يوه موټروان ۵۱ ماشومان برمته او سرويس ته يې اور واچاوه. پوليسو ټول ماشومان سالم ژغورلي دي. د پولیسو په حواله دغه موټروان ادعا کړې ده چې غوښتل یې په سمندر کې د پناه غوښتونکو مړینه ختمه شي.

https://p.dw.com/p/3FRU1
Italien Mailand Busfahrer Entführung & Brand
انځور: Reuters/Local Team

د راپورونو له مخي په ايټاليا کي د يوه ښوونځي د سرويس موټروان ۵۱ ماشومان برمته او کله چي پوليسو دغه برمته ماشومان ژغول، دغه موټروان سرويس موټر ته اور واچاوه. دغه پيښه د چهارشنبې په ورځ د ايټالیا په شمالي ښار سن دوناتو میلانیز، کې رامنځ ته شوې ده.

سرویس تر هغه وروسته ټکر وکړ چې پولیس یې په تعقیب ووتل. دې موضوع پولیسو ته د دې چانس ورکړ چې د سرویس د شا دروازه پرانیسزې او له ماشومانو سره له سرویس څخه په وتلو کې مرسته وکړي. د سرویس چلوونکي ګواښ کاوه چې غواړي ځان ووژني.

د ایټالیا خبري آژانس انسا، د ځایي رسنیو په حواله ویلي دي چې د سرویس چلوونکي په موټر کې سپرو ښوونکو ته ویلي ول چې د ماشومانو لاسونه په پلاستیک وتړي. خو ښوونکو د څلورو یا پنځو ماشومانو لاسونه ډیر سست تړلي ول.

انسا زیاته کړې ده چې وضعیت نزدې څلویښت دقیقې دوام وکړ، ځکه دغه سړي په سرویس کې د ټولو سپرو کسانو تلیفونونه اخیستي ول او ګواښ یې کړی وو چې څوک به هم ژوندی پاتې نه شي. ویل شوي دي چې دغه کس د مهاجرو په تړاو د ایټالیا سیاست خواشینی کړی وو.

د دې خبري آژانس په حواله، پر دغه کس چې په خټه سنیګالی ایټالیاوی دی، اوس د برمته نیونې او ډله ایزه وژنې پلان لرلو تورونه لګول شوي دي. پولیسو ویلي دي چې غوښتل یې سمدستي له هغه پوښتنې وکړي خو له دې کبله چې د شکمن کس لاسونه سوځیدلي دي، دا کار یې نه دی کړی.

یوه زده کوونکي پولیسو ته زنګ وهلی

یوه زده کوونکي چې «لا ریپبلیکا ورځپاڼې» ورسره مرکه کړې ده، پولیسو ته زنګ وهلی او ویلي یې دي: «موږ ټول ډیر ویریدلي یوو.»

هغه زیاته کړې ده: «هغه موږ ټول وتړلو او ګرځنده تلیفونونه یې راڅخه واخیستل چې پولیسو ته زنګ ونه وهو.»

خو د «لا ریپبلیکا ورځپاڼې» په حواله یو تلیفون پر ځمکه لوېدلی او یو زده کوونکی توانېدلی چې لومړی خپل لاسونه خلاص کړي او بیا پولیسو ته زنګ ووهي.

د پولیسو ویاند مارکو پالمیري، ویلي دي چې کله چې پولیسو دغه کس ونیو، نو هغه په لوړه غږ وویل: «په سمندر کې وژنې بندې کړئ. که نه عام وژنه به وکړم.»

د «انګینزیا ویستا» له خوا په یوه خپرې شوې ویدیو کې په سرویس کې د سپرو ماشومانو له ډلې څخه یوه یې ویلي دي چې موټر چلوونکي غوښتل د خپلو لوڼو غچ واخلي چې ایټالیا ته د رسیدو پر لاره په سمندر کې وژل شوې دي. دې هلک ویلي دي: «هغه غوښتل د خپلو درو وژل شویو لوڼو غچ واخلي او موږ ټول ووژني.»

د ایټالیا حکومت خپل بندرونه د هغو کښتیو پر مخ تړلي دي چې له سمندر څخه پناه غوښتونکي ژغوري. د کورنیو چارو وزیر ماتیو سیلواني، ویلي دي چې همدې موضوع په سمندر کې د مړینې کچې له کمښت سره مرسته کړې ده، ځکه اوس تر پخوا لږ خلک د سمندر له لارې اروپا ته د رسیدو هڅې کوي.

د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې یوازې په ۲۰۱۸م کال کې ۲۲۹۷ کسان په مدیترانه سمندر کې اروپا ته د رسیدو په هڅه کې یا وژل او یا هم لادرکه شوي دي.

د ترهګرۍ امکان هم شته

د میلان د ترهګرۍ ضد څارنوال البیرتو نوبیلي، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د دې کس انګیزه لا روښانه نه ده خو څارنوالان اوس هیڅ امکان له پامه نه غورځوي: «موږ ټول احتمالات په پام کې نیسو»

له بلې خوا د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې دغه کس د جنسي برید او په نشه کې موټر چلولو جرمي سابقه لرله. هغه ویلي دي چې نیول شوی شکمن د ښوونځي سرویس چلولو ته مناسب کس نه وو.

ms/nz (AFP, AP, dpa, Reuters)