1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا د مهاجرو ماشومانو د اقامې پر قانون رایه ځنډولي

۱۳۹۶ تیر ۲۷, سه‌شنبه

ايټاليا مهاجر ماشومانو ته د تابعت قانون په اړه پارلماني راي اچونې ځنډولي دي. ايټاليا دغه اقدام د دغه هيواد ساحلونو ته د زيات شمير مهاجرو د رسیدو له کبله کړی.

https://p.dw.com/p/2ghnr
Flüchtlinge Italien
انځور: Reuters

د ايټاليا د قانون له مخې په دغه هيواد کې زيږيدلو د بهرني مور او پلار ماشومانو ته حق ورکړل شوی دی چې تر پنځه کاله ښوونځي ويلو وروسته د دغه هيواد اقامه ترلاسه کړي.

دغه لايحه د دغه هيواد د صدراعظم پائولو جينټي لوني، ملاتړ هم له ځانه سره لري. خو جينتي لوني د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه قانون د روان کال تر پايه ځنډول شوې، ځکه تر دې مخکې ځينې نور مسائیل اولويت لري چې ورته باید رسيدګي وشي.

خو د ايتاليا صدراعظم په عین حال کې ډاډ ورکړی چې د لايحې منظوري دې د روان کال د مني تر موسمه ادامه ولري.د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير انجلينو الفانو، چې د ايټاليا په حاکم اتحاد کې د يوه کوچنې منځلاري ګوند مشر دی ويلي دي چې که څه هم دی له دغې قانوني لايحې څخه ملاتړ کوي، خو اوس مهال په ايتاليا کې د مهاجرت مسئلې ته په کتو دا ضمانت نشي کولی چې دغه لايحه دې له پارلمانه په کافي اندازه مثبتي رايې وګټي.

په ايټاليا کې د تيرې اوونۍ يوې نظرسنجۍ هم ښولې ده چې اکثره ايټالويان په دې هیواد کې له بهرني مور او پلار څخه زيږيدلو ماشومانو ته د اقامې د ورکړې له لايحې څخه ملاتړ نه کوي.

که څه هم په نورو اروپايي هيوادونو کې د دا ډول اقامو د ترلاسه کولو لپاره لارې چارې شته، خو سربيره پر دې د دغې مسودې ملاتړکونکي وايي چې دا قانون له نویو راغليو مهاجرو سره کوم تړاو ه نلري.

د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې نژدې ۸۶ زره مهاجر د مديترانې سمندرګې له لارې د ايټاليا د سويلي ساحلونو ټاپوګانو ته رسیدلي دي. دغه شميره د هغو مهاجرو په پرتله چې د تيرکال په همدې موده کې ايټاليا ته رسيدلي وو، لس برابره لوړه ده.