1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا د يو نوي حکومت په لټه کې

۱۳۸۵ اسفند ۳, پنجشنبه

د ايټاليې د لومړي وزير رومانو پرودي تر استعفی يوه ورځ وروسته د ايټاليې مشرتابه د کړکېچ د هوارولو لارې چارې پلټوي. ولسمشر جورجيو نپوليتانو د گوندونو له مشرانو او د پارلمان او مشرانو جرگې له مشرو استازو سره راتلونکې تگلاره ټاکي.

https://p.dw.com/p/DKFJ
د ايټاليې لومړي وزير د افغانستان د ماموريت په سر استعفی ورکړې ده
د ايټاليې لومړي وزير د افغانستان د ماموريت په سر استعفی ورکړې دهانځور: AP

څارونکي په دې اند دي چې پرودي به يو ځل بيا د يو نوي حکومت د جوړولو دنده تر لاسه کړي. يوه بل د حل لاره نوې ټولټاکنې دي.

کړکيچ د افغانستان د ماموريت په سر دی

د پرودي تر نهه مياشتنۍ دورې وروسته د استعفی ورکولو علت په مشرانو جرگه (سنا) د راي اچونې په درشل کې د افغانستان د ماموريت په سر ماتې وه. گڼ شمېر سناتورانو چې د پرودي منځلارې کيڼ اړخه ټلوالې پورې يې اړه درلوده په افغانستان کې د ايټاليې پوځي ماموريت هم رد کړ او همداراز د ايټاليې په شمالي ښارگوټي ويچنسه کې د امريکايانو د يوې اډې پراخول يې هم ونه منل.