1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شربت ګله (افغانه مونالیزا) ايټاليا ته رسېدلې ده

۱۴۰۰ آذر ۵, جمعه

د ايټالیا حکومت د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د زرغونو سترګو درلودونکې نامتو افغانه ميرمن شربت ګله روم ته رسيدلې ده. د شربت ګلې انځور په ۱۹۸۵ کال د نشنل جيوګرافيک مجلې پر پوښ خپور شو او نړیوال شهرت يې وموند.

https://p.dw.com/p/43Vpc
Afghanistan Sharbat Gula auf dem Bild von Steve McCurry
انځور: picture-alliance/dpa/Steve McCurry/National Geographic Society

د ايټاليا د لومړي وزير دفتر د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې «افغانه تبع شربت ګله روم ته رسيدلې ده.»

د آلمان خبري آژانس د ايټاليا د صدراعظم دفتر په حواله ليکي چې شربت ګلې په اګست مياشت کې واک ته د طالبان تر رسیدلو وروسته له افغانستان څخه د وتلو مرسته غوښتې وه.

نوموړې له افغانستان څخه د ايټاليا حکومت د تخليې پراخ پروګرام په لړ کې ايټاليا ته راوستل شوې ده. د ايټاليا حکومت په دغه پروګرام کې په شرایطو برابر افغانان ايټاليا ته راولي چې بیا په دغه هیواد کې منل او مدغم کیږي.

Afghanistan Kabul Ghani empfäbgt Sharbat Gula
انځور: Reuters/M. Ismail

شربت ګلې هغه وخت نړیوال شهرت ته ورسیدله چې د ۱۹۸۵ کال په جون میاشت کې يې انځور د نشنل جيوګرافيک مجلې پر مخ خپور شو. شربت ګله چې هغه وخت د ۱۲ کلونو وه انځور يې په پاکستان کې د مهاجرو په یو

کمپ کې د عکاس ستيف مک کري له خوا اخیستل شوی وو. د شربت ګلې دغه انځور چې نړیوال شهرت ته ورسید د «افغان مونا لیزا لقب» يې ترلاسه کړ. د هغې انځور تر ډيره د کډوالو د سخت وضعیت د انعکاس ورکولو په موخه کارول کیده.

خو هغه مهال لا د شربت ګلې نوم، د «افغان ګيرل» یا افغانې نجلۍ په نوم یادیده.

په اګست کې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته په لسونو زره افغانان د تخليې پروګرام په لړ کې بهرنیو هیوادونو ته ووتل. له افغانستان څخه د وتلو دغه پروګرام لا هم ادامه لري. د تخليې په پروګرام کې هغه افغانان او د هغوی د کورنيو غړي راوښکل کيږي چې د تيرو شلو کلونو په جریان کې يې په افغانستان کې له بهرنيو ځواکونو سره کار کړی وي. په دغه پروګرام کې دغه راز تر يو حده پورې هنرمندان، د مدني ټولنې فعالان او د بهرنيو موسساتو کارکوونکي هم راويستل شوي دي.