1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ايډز په يوه کال کي د يو ميليون انسانانو ژوند اخيستی

۱۳۹۶ تیر ۳۰, جمعه

د ملگرو ملتونو د راپور له مخي په ۲۰۱۶م کال کي يو ميليون انسانان د ايډز په وژونکي ناروغۍ د اخته کېدو له کبله مړه سوي دي. خو دوی ويلي دي چي دغه تلفات بیا د ۲۰۰۵م کال په پرتله لږ دي.

https://p.dw.com/p/2gxfC
Symbolbild HIV-Virus
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Goldsmith

له ايډز سره د مبارزې په برخه کي د ملگرو ملتونو يوه بنسټ د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۷م کال د جولای ۲۱مه) په خپل راپور کي ليکلي دي چي په ټوله نړۍ کي تر يوې لسيزي وروسته د ايډز په ناورغۍ د اخته کسانو تلفات څه نا څه نيم سوي دي.

له ايډز سره د مبارزې په برخه کي د ملگرو ملتونو شريک سازمان «Unaids» راپور ورکړی دئ چي تير ميلادي کال (۲۰۱۶) په نړۍ کي يو ميليون کسان په ايډز ناروغۍ د اخته کېدو په سبب مړه سوي دي.

د دغي وژونکي ناورغۍ تلفات په ۲۰۰۵م کال کي خپل اوج ته رسېدلي ول. په هغه کال کي د تلفاتو شمېر يو ميليون او ۹۰۰ زره کسان ثبت سوی وو.

له دې سره سم په راپور کي راغلي دي چي تير ميلادي کال په «اچ آی وي» ويرويس د نوو اخته کېدونکو کسانو شمېر لږ سوی. په دغه کال کي يو ميليون او ۸۰۰ زره کسان په دې وایروس اخته سوي چي دا بيا د هغه شمېر نيمايي دی چي په ۱۹۹۷م کال کي انسانان په اخته سوي ول. په هغه کال کي ۳ ميليونه او ۵۰۰ زره کسان په دغه وژونکي ويروس اخته سوي ول.

د ملگرو ملتونو د راپور له مخي، تير کال په ټوله نړۍ کي په ايډز د اخته ۳۶ ميليونو او ۷۰۰ زرو کسانو څخه ئې ۱۹ ميليونو او ۵۰۰ زرو کسانو د ايډز ضد دارو درملو ته لاس رسی موندلی. په دې سره نو په نړۍ کي په ايډز د اخته کسانو نيمايي برخه ئې د درملو امکان لري.

که څه هم ايډز تر اوسه پوري لا بې علاجه ناروغي بلل کيږي، خو سړی کولای سي چي د درملو په مرسته ئې په بدن کي د پراختيا مخنيوی وکړي.

«اچ آی وي» ويروس د جنسي اړيکو او ککړو ستنو له لاري انسان ته انتقاليږي. دغه ويرويس د معافيتي حجرو يوه دسته فلجوي او د ويروسونو پر وړاندي تر هغي اندزې پوري د دفاعي سيستم وړتیا کموي، چي ناروغ له يوې ساده ناروغۍ څخه لا مري.

زموږ له ارشيف څخه: