1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايکن بيري: افغان مشران بايد زموږ په قدر پوه شی

۱۳۹۰ خرداد ۳۰, دوشنبه

افغانستان ته د امريکا متحده ايالاتو سفير کواښ کړي چي پر امریکا د افغان مشرانو نيوکي کيداي شي، افغانستان کي ميشت بهرني ځواکونه د خطر سره مخامخ کړي او افغانستان ته د غربي نړي د مرستو دوام تر سوال لاندي راولي

https://p.dw.com/p/11fPk
کارل ايکن بيري
کارل ايکن بيريانځور: AP

افغانستان ته د متحده اياتو سفير، کارل ايکن بيري، د هرات پوهنتون کي افغان محصلانو ته ويلي چي د امريکا په اړه د « ځينو افغان مشرانو» څرګندوني ده ته «دردونکي او نامناسبي» ښکاري. د ايکن بيري د دغي بياني متن د تيري شنبه په ورځ خپور شوي ؤ.

که څه هم ايکن بيري په خپلو خبرو کي د حامد کرزي نوم وا نه خيست، خو ښايي دغه بيانيه د هغو نيوکو په وړاندي خبره شوي وي چي په وروستيو کي د افغان مشرانو لخوا د بهرنيو ځواکونو، مرستو او ديپلوماټيکو پروګرامونو څخه کيږي.

څو وخته پخوا ولسمشر کرزي، افغانستان کي ميشتو بهرنيو ځواکونو ته کواښ کړی ؤ چي که په دغه هيواد کي ملکي وژنو ته دوام ورکړي نو دوي به په اشغالګر ځواک بدل شي.

تيره اوني حامد کرزي بيا په امريکا نيوکي وکړي او وويل چي دوي د افغانستان هوا خرابوي ځکه چي د هغو وسلو څخه کار اخلي چي په کي زهري کيمياوي مواد استعمال شوي.

ايکن بيري ويلي چي پر متحده ايالاتو د افغان چارواکو سختو نيوکو دي د هغو امريکايي پوځيانو کورنيو ته شرمنده کړي چي په افغانستان کي خپل ژوند له لاسه ورکړي.

ايکن بيري د هرات په پوهنتون کي ځيني محصلينو او استادانو ته خطاب وويل کله چي دي داسي خبري اوري چي ګيني امريکايي قواوي اشغالګر ځواکونه دي، دي ډير بي هيلي کيږي او ځواکونه يي هم افغانستان کي د جګړي انګيزه له لاسه ورکوي.

«کله چي ځيني افغان رهبران مونږ ته د اشغالګرو خطاب کوي، زه نه شم کولاي چي هغو والدينو، ماينو، ميړونو او ماشومانو سره سترګي په سترګي شم چي په افغانستان کي يي خپل غزيزان له لاسه وکړي.»

د حامد کرزي دفتر د ايکن بيري د دغو خبرو په اړه لا تر اوسه خپل نظر نه دي څرګند کړي.

دا په داسي حال کي ده چي ولسمشر اوباما به په نږدي راتلونکي کي پر دي پريکړه وکړي چي له افغانستان څخه د امنيت د انتقال د بهير په لومړي پړاو کي څومره ځواکونه وباسي.

ايکن بيري په خپلو خبرو کي همدا راز کواښ وکړ چي که افغان رهبران پر بهرنيو ځواکونو خپلو نيوکو ته ادامه ورکړي او د هغوي د قربانيو او مالي مرستو قدر ؤ نه کړي نو دغه مرستي کيداي شي چي د تل لپاره دوام پيدا نه کړي.

«که داسي وي چي افغان رهبران فکر وکړي چي امريکايي ځواکونه افغانستان ته د کټي څخه ډير زيان رسوي نو دا چي امريکا هم د يو سخت اقتصادي حالت څخه تيريږي کيداي شي چي يو وخت زمونږ ملت زمونږ څخه وغواړي چي د افغانستان څخه ووځو.»

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل