1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اټکل کيږي «جان جهادي» وژل سوي وي

۱۳۹۴ آبان ۲۲, جمعه

د امريکا د دفاع وزارت اعلان کړی دئ، «جان جهادي» چي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» غړی او له انسانانو د سرونو په پريکولو کي پړ دئ، يرغل کړی دئ. دا لا تر اوسه روښانه نه ده چي هغه په دغه يرغل کي وژل سوی که نه.

https://p.dw.com/p/1H55z
انځور: picture-alliance/dpa

د امريکا د دفاع وزارت وياند پتر کوک، اعلان کړی دئ چي هوايي ځواکونو ئې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۱۲) د سوريې په رقه ښار کي چي د داعش مرکز بلل کيږي پر «جان جهادي» باندي هوايي يرغل کړی دئ. جهادي د څو تنو غربیانو په سر پريکولو کي لاس لاره.

دا لا تر اوسه روښانه نه ده چي هغه په دغه هوايي يرغل کي وژل سوی که نه. د امريکا د دفاع وزارت وياند وويل: «موږ اوس دغه هوايي حمله ارزوو.»

«جان جهادي» په لومړي وار د ۲۰۱۴م کال په اگست مياشت کي په هغه ويډیو کي راڅرگند سو چي د امريکا خبريال جيمز فولي، سر پريکول پکښي ښوول کېده. جهادي تر هغه وروسته په څو نورو ويډيوگانو کي راڅرگند سو چي د غربيانو سرونه پکښې پرېکېدل.

جان جهادي په دغو ټولو ويډيوگانو کي خپل مخ پټ کړی وو او د بريتانيا په نگرېزي لهجه ئې خبري کولې.

وروسته بيا د بريتانيا او امریکا استخباراتي شبکو اعلان وکړ چي د هغه اصلي نوم محمد اموازي دئ. هغه په کويټ کي زېږېدلی او د لندن په لوېديځ کي لوی سوی او ۲۷ کلن دئ.

بې بې سي شبکې د تيرکال په فيبرورۍ مياشت کي د محمد اموازي په اړه راپور کي روښانه کړه چي هغه د بريتانيا استخباراتي سازمان پېژندلی دئ.

اموازی چي په ۲۰۱۳م کال کي ئې خپل نوم په محمد العيان، بدل کړی وو، هوډ ئې لاره چي له بريتانيا ووځي او پوليسو ونيو او پوښتني گروېږني ئې ځنی وکړې. خو درې ورځي وروسته هغه په دې بريالی سو چي له بريتانيا ووځي او په سوريه کي له داعش تروريستي ډلي سره يوځای سي.

«واشنگتن پوست» ورځپاڼي هغه مهال لیکلي ول چي محمد اموازي په لندن کي لوی سوی او په ۲۰۰۹م کال له هغه وروسته چي تانزانيا ته ئې د سفر پريکړې کړې له افراطي مسلمانانو سره يو ځای کيږي.

په دغه سفر کي يو آلمانی چي مسلمان سوی او عمر نوميدی او يو بل تن چي ابو طالب نومېدی له محمد اموازي سره همسفره ول خو دارالسلام ته په رسېدو سره د تانزانيا د پوليسو له خوا نيول کيږي او له دغه هيواده بيرته شړل کيږي. خو د دغه اقدام دليل بياروښانه نه سو.