1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اپل خپل نوي تلیفونونه معرفي کړل

۱۳۹۷ شهریور ۲۲, پنجشنبه

د اپل شرکت د چهارشنبې په ورځ ناوخته درې ډوله نوي اي فونونه معرفي کړل. د هغوی له ډلې دوه یې تر پخوا لوړې بیې لري او یو یې تر نورو ازانه دی.

https://p.dw.com/p/34oc2
USA Cupertino Apple Produktpräsentation iPhone
انځور: Getty Images/J. Sullivan

ای فون د اپل شرکت یو له مهمو توليداتو څخه دی. هر کال د دغه شرکت د سپتمبر مياشتې په غونډه کې د نړيوالو پاملرنه د اپل د نويو ای فونونو پر ډيزاينونو متمرکزه وي. په روان کال کې تر هر څه ډير د ای فونونو د لويې ښيښې په اړه خبرې کيږي.

د ای فون نوي ګرځنده تيلفونونه د چهارشنبې په ورځ ناوخته، د اروپا په وخت د ماښام تر اوو بجو وروسته معرفي شول. د نويو  تلیفونونو ډيزاین پخواني ای فون لس ته ورته دی.

USA Cupertino Apple Produktpräsentation
د آیپل د نویو تولیداتو معرفيانځور: Reuters/S. Lam

په پام کې ده چې درې واړه نوي ماډل آيفونونه «ای فون لس اس، ای فون لس اس مکس او ای فون لس ار» به دير ژر بازار ته راووځي. له دغو درو تلیفونونو څخه تر ټولو ارزان يې «آيفون لس آر» دی چې له المونيم څخه جوړ او قیمت يې له ۷۴۹ دالرو پيليږي.

د هر کال په څیر د اپل شرکت مسوولینو وویل چې نوي تلیفونونه یې تر پخوا ښې کمرې، لویې بطرۍ او روښانه هیندارې لري. تر ټولو لوی او لوړه بیه ګرځنده تلیفون بیا ای فون لس اس مکس، دی. د دغه تلیفون بیه تر ۱۴۴۹ ډالرو پورې دی.

د نویو آیفونونو ترڅنګ د اپل ساعتونه هم د دې شرکت د تولیداتو له جملې څخه وو چې معرفي شول. د دې ترڅنګ ویل کیږي چې دغه ساعتونه د روغتیا له امله هم ډیر ارزښت لري، ځکه دا ساعتونه کولی شي د زړه نا منظم ضربان تشخيص او په اوتوماتیک ډول د بیړنیو مرستو غوښتنه وکړي.

USA Cupertino Tim Cook auf der Apple Produktpräsentation Apple Watch
د آیپل نوي کمپیوټري ساعتونهانځور: Reuters/S. Lam