1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اچې ټاپو: اوس ښځې هم د شريعت سرغړونکي په دُرو وهي

۱۳۹۸ بهمن ۱۱, جمعه

يوه ماسک لرونکې ښځه ځان خپل هدف ته نژدې کوي او بيا يوه بله ښځه په دُرو وهي. دا د ښځو د وهلو د يوې ډلې نوې غړې ده چې د اچې په ټاپو کې يې اوس تازه فعاليت پيل کړی دی.

https://p.dw.com/p/3X5Vr
Indonesien Aceh Timur  | Frau wird wegen vorehelichen Sex ausgepeitscht
انځور: Getty Images/AFP/C. Mad

دغې نوې جذبې شوې غړې ته بايد لومړی قناعت ورکړل شوی وای; څو سرغړونکو ته جزا ورکړي. مجازات شوې ښځه په دې تورنه وه چې اصلاً مجرده ده، خو له يوه سړي سره بيا په هوټل کې نيول شوې وه.
دغه راز کړه وړه د اچې په ټاپو کې يو اخلاقي جرم بلل کيږي. اچې د اندونيزيا هغه سيمه ده چې اسلامي شريعت پکې نافذ دی. هغه کسان چې په بېلابېلو سرغړونو تورن دي، په عامه محضر کې په لښتو وهل کيږي. د شريعت د پوليسو مشر پلټونکی، ذکوان، د فرانسې خبري اژانس ته د خپلې نوې همکارې په هکله ويلي دي چې «زما په نظر هغې ډېر ښه کار کړی دی. تخنيک يې هم ډېر ښه وو.»
خو دغې نندارئيزې جزا اوس د بشري حقونو فعالين په غوسه کړي دي چې په رسنيو کې هم د دغو مجازاتو له کبله پراخ بحثونه شروع شوي دي. د دې تر څنګ د سياستوالو پام هم دغې موضوع ته اوښتی دی.
د اندونيزيا ولسمشر د دغو علني مجازاتو د بندولو غږ کړی دی، خو نوموړي د اچې ټاپو د چارو په برخه کې يوازې ډېر لږ واک لري. دغه سيمه د سوماترا ټاپو يوه برخه ده چې ډېره محافظه کاره بلل کيږي.
له نور هېواد سره په توپير، په اچې کې ديني قوانين پلي شوي دي. دا له ۲۰۰۵م کال راهيسې د خپلواکمنۍ پر سر د يوه شوي تړون نتيجه ده چې له لسيزو اوږدو بېلتون غوښتونکو پاڅونونو ته پرې د پای ټکی کښېښودل شو.
په اچې کې په درو د خلکو د وهلو جزا عامه شوې ده چې د قمار، زنا، د شرابو د څښلو، همجنسبازۍ او له واده مخکې د جنسي اړيکو په صورت پلې کيږي.
خو د جزا د عملي کولو کار تر اوسه پورې يوازې نارينه وو کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې اوس ښځې هم د جزا په عملي کولو کې ښکېلې شوې دي. 

Indonesien Aceh Timur  | Frau wird wegen vorehelichen Sex ausgepeitscht
په عامه محضر کې په درو د وهلو جزا چې نيوکې ورباندې په ډېرېدو ديانځور: Getty Images/AFP/C. Mad

AFP/ns/nz