1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اکبر: افغان سفير د ترکمنستان څخه د تيلو په مخ کي خنډ دی

۱۳۹۰ تیر ۶, دوشنبه

د هرات د سوداگرۍ د خوني مشر وايي، چي ترکمنستان د ولسمشر حامد کرزي د غوښتني په اساس ۳ سوه زره ټنه تيل ورکړي خو په هغه هيواد کي افغان سفير يې د صادرولو مخنيوی کوي.

https://p.dw.com/p/11jzp
«تير ژمی، چي ايران پر افغانستان د ترانزيتي لاريو کاروان لاره بنده کړه»
«تير ژمی، چي ايران پر افغانستان د ترانزيتي لاريو کاروان لاره بنده کړه»انځور: AP

د هرات د سوداگرۍ د خوني رئيس غلام قادر اکبر په ترکمنستان کي د افغانستان پر سفير ډاکټرمحمد فاضل سيفي باندي تور لگوي، چي د شخصي ګټو په اساس يې افغانستان ته د تيلو د ليږد په لاره کي خنډ رامنځ ته کړی.

د هغه په خبره د ترکمنستان جمهوررئيس د افغان ولسمشر سره په کتنه کي د ۳۰۰ زره ټنه تيلو د ليږد ژمنه کړې ول. خو اوس هلته د افغان سفير لخوا يې مخنيوی کيږي.

« د ترکمنستان ولسمشر افغان ولسمشر حامد کرزي ته د درنښت له مخه د شخصي سکتور له لاري د ۳۰۰زره ټنه تيلو د ورکړي تړون وکړ مصوده يي د افغانستان د وزيرانو شوراتائيد کړه مګر په هغه هيواد کي د افغانستان سفير يي مصوده نه مني. څو پلا مو شکايتونه وکړه خو دغه سفير څوک له دندي نه ګوښه کوي»

تير ژمی، چي ايران پر افغانستان د ترانزيتي لاريو کاروان لاره بنده کړه افغان حکومت د ترکمنستان په شمول د منځني اسيا د بېلابېلو هيوادونو څخه د تيلو درانيلو وړانديزونه وکړه.

د هرات د والي وياند محي الدين نوري وايي چي په رسمي توگه خبر نه دي خو په شفاهي توګه يې اوريدلي دي.

خو په ترکمنستان کي د افغانستان سفير سيفي بيا دغه تورونه ردوي. هغه د رسنيو سره په تليفوني تماس کښي ويلي چي د هيڅ ډول تړون څخه خبر نه دی او نه هم ددې صلاحيت لري چي د تړون مخنيوی وکړي.

خو د هرات د سوداګرۍ د خوني مشر وايي، چي د خپل ادعا د ثبوت له پاره اسناد ور سره سته. د هغه په خبره په افغانستان کي د سون موادو بازار د يوې ځانګړي مافيايي کړۍ په کنترول کي دی، او په ازاد ډول يي سوداګرو ته د کارو بار چانس ډير لږ دی.

تير کال د ژمي په را رسيدو سره ايران په دې پلمه چي د ناټو ځواکونو ته تيل وړل کيږي پر افغانستان د هغو ۲زره لاريو لاره بنده کړه چي له منځنۍ اسيا او عربي هيوادونو يې افغانستان ته د ترانزيتي تړون په اساس تيل وړل.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل