1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اکثره آلمانان له مهاجرو د منفي اغېزو اټکل کوي»

۱۳۹۴ اسفند ۴, سه‌شنبه

د يوې تازه تر سره سوي نظر پوښتني پايلي ښيي چي د آلمانانو اکثريت فکر کوي چي پناه غوښتونکي به د دغه هيواد پر اقتصاد او ټولنه منفي اغېزې وکړي.

https://p.dw.com/p/1I0bJ
انځور: picture-alliance/dpa/T.Frey

د آلمانانو اکثريت بيره لري چي په زيات شمېر د پناه غوښتونکو راتګ به د آلمان اقتصاد او ټولني ته منفي پايلي ولري. د يوې تازه تر سره سوي نظر پوښتني له مخي د پوښتل سوو آلمانانو۵۷ سلنه فکر کوي چي د پناه غوښتونکو په راتګ سره به آلمان د ژوند کولو له پاره تر پخوا خراب سي.

د اقتصادي څېړنو له پاره د آلماني انستيتيوت (DIW) له خوا په تر سره سوې دغه نظر پوښتنه کي د پوښتل سوو کسانو ۵۳ سلني ويلي چي «د پناه غوښتونکو له کبله به د آلمان د کلتوري ژوند برخه زیان وويني.» د دغې نظر پوښتنې پايلي د فونکه په نوم آلماني ورځپاڼي او رسنيو ډلي په خپل يو راپور کي خپرې کړي دي.

د پوښتل سوو۳۰ سلنه فکر کوي چي د پناه غوښتونکو له کبله به په آلمان کي کلتوري ژوند لا زياته وده وکړي. په داسي حال کي چي د پوښتل سوو۴۷ سلنه فکر کوي چي پناه غوښتونکي به د آلمان پر اقتصاد منفي اغېز ولري.

خو د پوښتل سوو کسانو هر دريم فکر هم کوي چي د آلمان پر اقتصاد به د پناه غوښتونکو د مثبتو اغېزو کچه تر منفي اغېزو زیاته وي.

په عمومي توګه د پوښتل سوو کسانو ۷۹ سلنه په دې نظر دي چي د مهاجرو د راتګ بهير ګواښونه يې تر چانسونو زیات دي. تقريبا ۵۷ سلنه پوښتل سوي کسان په دې نظر دي چي تر اوږدې مودې پوري به د پناه غوښتونکو د راتګ ګواښونه تر چانسونو زیات وي.

خو د پناه غوښتونکو د منفي اغېزو له بيري سره سره د پوښتل سوو تقريبا ۳۰ سلني ويلي دي چي له مهاجرو سره يې مرستي کړي دي. په دغو کي ځينو د موادو او ځينو بیا د پيسو مرستي کړي دي.

د دغو کسانو۲۶ سلنه وايي چي په پام کي لري په راتلونکې کي هم له مهاجرو سره کومک وکړي. د پوښتل سوو کسانو ۵ سلني ويلي دي چي په سياسي توګه د پناه غوښتونکو ملاتړ کوي.

د دغو کسانو په وينا دوی د احتجاجونو، لاريونونو او ورته فعاليتونو په مرسته د پناه غوښتونکو سياسي ملاتړ کوي.