1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اکوادور اسانج ته د پنا ورکولو پریکړه وکړه

۱۳۹۱ مرداد ۲۶, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15qeE

د اکوادور هیواد پریکړه کړې ده چې استرالیايي جولین اسانج ته، سیاسي پناهنده گي ورکړي. دغه خبره د اکوادور د بهرنیو چارو وزیر ریکاردو پټینو، د دې هیواد په پلازمینه کویتو کې د پنجشنبې په ورځ وکړه.

پر اسانج باندې په سویدن کې د جنسي تیري تور لگول شوی دئ خو دا یوازې سویدن نه دئ چې په هغه پسي کرځي. متحده ایالات هم غواړي چې اسانج د دې هیواد د سري اسنادو د بربڼډولو په تور محاکمه کړي.

اسانج د روان کال په جون میاشت کې په لندن کې د ایکوادور په سفارت کې پنا واخیسته چې سویدن ته وا نه ستول شي. اسانج وایي چې که هغه د سویدن پولیسو ته تسلیم شي نو دغه هیواد به ئې متحده ایالاتو ته وسپاري.