1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا افغان حکومت د ښځو په ملاتړ کې بریالی دی؟

۱۳۹۴ تیر ۲۰, شنبه

د افغانستان پارلمان د ولسمشر غني له خوا سترې محکمې ته نومول شوې یوازینۍ ښځې ته د اعتماد رایه ور نه کړه او له دې سره یو ځل بیا هغه ننګونې رابرسیره شوې دي چې په افغانستان کې ښځې او د هغوی د حقونو فعالانې ورسره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/1FxBP
انځور: Reuters/M. Ismail

د جولای میاشتې پر اتمه نیټه د افغانستان پارلمان انیسې رسولې ته د سترې محکمې د غړیتوب له پاره د اعتماد رایه ور نه کړه. هغې ۸۸ د تایید ترلاسه کړې او له ۹۷ اړینو رایو یې یوازې نهه رایې کمې وي. میرمن رسولي په داسې حال کې له پارلمان څخه د اعتماد رایې په ترلاسه کولو نه توانیږي چې یو شمیر دیني عالمانو په سترې محکمې کې د هغې پر نوماندې باندې نیوکې وکړي او ويې ویل چې قضايي چارو کې باید یوازې نارینه قاضیان ښکیل وي.

له دې سره د افغان حکومت هغه هڅې له یو څه ستونزو سره مخامخ شوې دي چې غواړي د قضا په ګډون ښځې د افغانستان په لویو دندو وګوماري.

میرمن رسولې له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «په دې کې هیڅ شک نه شته چې په پارلمان کې زما د ردیدو یو لوی لامل دا ده چې زه یوه ښځه یم.» خو هغې په عین حال کې زیاته کړه: «ښځې هم حق لري چې د دولت په ټولو برخو کې حاضرې ووسي او دا له شریعت سره په ټکر کې خبره نه ده.»

«د جګړې ډګر»

اورزلا اشرف نعمت چې د ښځو او ځوانانو د تقویت د مرکز بنسټ ایښودونکې ده، له دویچه ویله سره په مرکه کې د پارلمان پر دغې پریکړې نیوکه وکړه او ویې ویل: «د افغانستان پارلمان یو ځل بیا دا خبره ثابته کړه چې دیموکراسي یوازې په هغه صورت کې ښه ده چې د دوي په شخصي او ګوندې ګټه وي.»

هغې وویل: «خو کله چې خبره د مدنې ژوند د مهمو اړخونو په اړه وي، نو په پارلمان کې سیاست کیږي چې ښځې په کې ځای نه لري.»

د ښځو د حقونو دغه فعاله بیا په خاصه توګه ځکه د پارلمان له پریکړې ډیره خواشینې ده چې میرمن رسولې ته د اعتماد رایې د ورکولو په ورځ ۲۱ ښځینه وکیلانو په غونډه کې ګډون نه وو کړی.

د بشري حقونو د کمیسیون د ښځو د حقونو له څانګې څخه میرمن هیتر بار، له دویچه ویله سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې ولسمشر غني باید د سترې محکمې له پاره یوه بله ښځه ونوموي او پارلمان هم باید هغې ته د اعتماد رایه ورکړي: «د رایو توپیر یوازې نهه وو نو دا په دې معنی ده چې که ولسمشر غني بله ښځه ونوموي نو د دې امکان چې هغه د اعتماد رایه ترلاسه کړي شته.»

په حکومت کې د ښځو د ګډون هڅې

ولسمشر محمد اشرف غني د تیر کال په سپتمبر میاشت کې د واک ترلاسه کولو وروسته ژمنه وکړه چې ښځو ته به په خپل حکومت کې لا پیاوړی نقش ورکړي. هغه اوس د خپلې کابینې څلور وزارتونه ښځو ته ورکړي دي او پر دې سربیره یې تر اوسه پورې په دوو ولایتونو کې ښځینه والیانې معرفي کړې دي.

سیما جوینده چې په وروستیو وختونو کې د غور ولایت د والې په توګه کار پیل کړی دی له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «زه له ولسمشر غني څخه منندویه یم چې خپلې ژمنې یې ساتلې دي.» هغې زیاته کړه: «خو دا د ښځو له پاره ډیره ستونزمنه خبره ده چې د غور په شان ولایتونو کې کار وکړي.»

د بشري حقونو د کمیسیون غړې میرمن بار وايي: «که څه هم په دغو دندو د ښځو ګومارنه یو مثبت ګام دی، خو موږ باید ووینو چې تر کوم حده پورې د هغوی ملاتړ کیږي.»

نیوکې

میرمن بار په عین حال کې پر ولسمشر غني باندې له دې کبله هم نیوکې وکړې چې هغه په پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو کې د ښځو د ونډې په لوړولو او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالې په کمولو کې پاتې راغلی دی. د ملګرو ملتونو د یوه تازه رپوټ پر اساس د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په یوازې پنځه سلنه پیښو کې مجرمینو ته سزا ورکول کیږي.

بار وایي چې په افغانستان کې د ښځو له پاره د امنو شرایط رامنځ ته کولو له پاره اوس هم اوږده لار په مخکې ده. هغه په دې برخه کې د فرخندې د پیښې بیلګه ورکوي چې پر نورو سربیره په کې پر پولیسو باندې هم د خپلې دندې د ښه نه ترسره کولو تور لګول شوی دی. د میرمن بار او نعمت له پاره دغه شان پیښې د دې ثبوت دي چې د ولسمشر غنی اداره د ښځو د ساتنې په برخه کې ناکامه شوې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب