1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا ایران به له امریکا سره په افغانستان کې حساب پاک کړي؟

مسعود جهش
۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۱, جمعه

له اتومي تړون څخه د امریکا تر وتلو وروسته کیدای شي تهران پر واشنګټن باندې د فشار راوړلو په موخه په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ وکړي. دویچه ویله پر دې موضوع د سیمې د چارو له کارپوه مایکل کوکلمن سره مرکه کړې.

https://p.dw.com/p/2xY4p
USA gegen Iran
انځور: Fotolia/le0nmd

دویچه ویله: له اتومي تړون څخه د امریکا متحدو ایالاتو تر وتلو وروسته د واشنګټن او تهران تر منځ اړیکې لا ترینګلې کیدای شي. داسې ډیر رپوټونه شته چې همدا اوس هم ایران د سوریې په جګړه کې افغانان د بشار الاسد ملاتړ ته استوي. ایا فکر کوئ چې ایران به پر امريکا باندي د فشار راوړلو په موخه په افغانستان کې د اسلامپالو یاغیانو ملاتړ ډیر کړي؟

مایکل کوګلمن: تهران لا وختي د افغان طالبانو مقطه ای او په نسبې توګه کم ملاتړ کړی دی. دې هیواد طالبانو ته یو څه وسلې هم استولې دي او د افغان چارواکو په حواله یې ځينو جنګیالیو ته روزنې هم ورکړې دي. ایران د دغو اقداماتو له پاره بیلابیلې انګیزې لرلي چې پکښې د امریکا د ځپلو له هیلې نیولې بیا د داعش پر ضد جګړې له پاره د طالبانو تر پیاوړي کولو پورې شامل دي. ایران په ګاونډي هیواد افغانستان کې د داعش (اسلامي دولت) د حضور په اړه چې له طالبانو سره ښې اړیکې نه لري، اندیښنه لري.

Michael Kugelman
مایکل کوګلمن: کابل نه غواړي چې خاوره یې د امریکا له خوا د ایران پر ضد وکاریږي.انځور: C. David Owen Hawxhurst / WWICS

د دې امکان شته چې ایران دې له اتومي تړون څخه د امریکا متحدو ایالاتو د وتلو په غبرګون کې په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ پراخ کړي. له دې تړون څخه د ترمپ وتل ایران ته ښه پلمه په لاس ورکوي چې په افغانستان کې د واشنګټن د دښمن ملاتړ وکړي. دغه لار د امريکا پر ضد اقدام له پاره د ایران ته په نسبې توګه لږ لګښت لري.

دویچه ویله: که امریکا د ایران پر ضد د پوځي اقداماتو پریکړه وکړي، ايا د دې امکان شته چې په دې هدف د افغانستان خاوره وکاروي؟

مایکل کوګلمن: تهران له ډیر وخت راهیسې له همدې سناریو ویره لري، خو د هغې د رامنځ ته کیدو امکان ډیر نه دی. زه فکر نه کوم چې افغانان دې امریکا ته اجازه ورکړي چې خاوره یې د ایران پر ضد وکاروي. کابل باید بیا په دې خبره پوه شي چې دغه اقدام به ایران وهڅوي چې په افغانستان کې د هر ډول بې ثباته کوونکو اقداماتو ملاتړ ډیر کړي. په دغو اقداماتو کې به د طالبانو د ملاتړ ډیریدل هم شامل وي.

کابل د دغه شان یوه حالت رامنځ ته کیدل نه غواړي.

دا خبره روښانه ده چې امریکا د دې ظرفیت لري چې له افغانستان څخه پر ایران باندې بریدونه وکړي، ځکه په دې هیواد کې هوايي اډې او پوځي پرسونل لري. خو زما له نظره که امریکا پر ایران باندې پوځي برید وکړي، نو الوتکې به یې د نړۍ له یوې بلې سیمي څخه پرواز وکړي او د یران پر اتومي بنسټونو باندي به هدفمند او محدود بریدونه وکړي.

دویچه ویله: واشنګټن د کابل تر ټولو مهم نړیوال متحد دی، د ایران او امریکا تر منځ د اړیکو خرابیدل به د کابل او تهران پر اړیکو څه اغیزه ولري؟

مایکل کوګلمن: د دې موضوع په پام کې نیولو سره چې افغانستان ډير په امریکا پوري تړلی دی، نو کابل نه شي کولای چې پر تهران باندي د امریکا بنديزونه له پامه وغورځي او خپل تر ټولو مهم نړیوال متحد په غوسه کړي. خو په عین حال کې افغانستان د خپلې اقتصادي ودې له پاره د ایران دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري. کابل باید په دې برخه کې په خلاقیت سره اقدام وکړي او داسې لاري ومومي چې د امریکا پر بندیزونو سربیره هم له ایران سره خپل کار ته دوام ورکړي.

دویچه ویله: خو ایا نوې تحولات به د ایران او افغانستان ګډي اقتصادي پروژې زیانمنې کړي؟

مایکل کوګلمن: زه ډاډه یم چې په دې برخه کې به د امریکا متحدو ایالاتو د احتمالي اقداماتو له کبله، یو څه ویره رامنځ ته شي. په حد اقل صورت کې به د افغانستان، ایران او هندوستان ګډه پروژه چابهار، له نویو ننګونو سره مخامخ شي. اوس نو نه یوازې د کابل، بلکي د نوي ډهلي له پاره هم تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې د امریکا پر بندیزونو سربیره هم، له ایران سره د معاملو په برخه کې څومره د انعطاف امکان موجود وي.

مخکې له دې چې له ایران سره اتومي تړون لاسلیک شي ډیرو هیوادونو داسې لارې چارې موندلې وي چې د امریکا پر بندیزونو سره بیره هم له ایران سره خپلو معاملو ته دوام وکړي. او ډیر هیوادونه به اوس هم له ایران سره د معاملو غوښتونکي وي، دا ځکه چې د انرژي له اړخه شتمن هیواد ایران، د خوښي يو اقتصادي متحد دی. له همدې کبله به هیوادونه له تهران سره د معاملو د دوام لارې چارې ومومي.

دویچه ویله: ایا په سیمه کې به د ایران نقش د امریکا د بندیزونو تر بیا عملي کیدو وروسته بدل شي؟

مایکل کوګلمن: زما له نظره اصلي پوښتنه دا نه ده چې د ایران نقش به په سیمه کې څرنګه بدل شي، بلکې اصلي پوښتنه دا ده چې له ایران سره د سیمې د هیوادونو ښکیلتیا به څرنګه بدله شي. که افغانان او هندیان له ایران سره له خپلو اقتصادي پروژو پر شا شي، نو دا موضوع به په سیمه کې د ډیرو جیوپولیتیکو بدلونو لامل شي. په دې کې د ایران او پاکستان نزدیوالی هم شامل دی. کیدای شي چې ایران د چین او پاکستان په اقتصادي دهلیز کې ونډه واخلي. دا به هندوستان اندیښمن کړي، او په پای کې به یې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ سیالي لا پسې شدیده شي.

په سیمه کې د ایران د نقش د بدلون په اړه یوه لویه پوښتنه د افغانستان موضوع ده. ایا په افغانستان کې به د ایران نقش له یوه اخلالګر څخه، بشپړ بې ثباته کوونکي هیواد ته بدل شي؟ که ایران پریکړه وکړي چې له طالبانو خپل ملاتړ ډیر کړي، نو په افغانستان کې به د امریکا متحدو ایالاتو ماموریت لا پسې ستونزمن شي.

مایکل ګوګلمن، په واشنګټن کې په ویدرو ویلسن څیړنیز مرکز کې د اسیا د چارو کارپوه دی.