1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا ترمپ په رښتیا د بایدن د زوی پر ضد د څیړنو غوښتنه کړې؟

۱۳۹۸ شهریور ۳۰, شنبه

د امریکایي رسنیو د رپوټونو په حواله د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د اوکراین پر حکومت فشار اچولی چې د ده د سیال جو بایډن، د زوی پر وړاندې تحقیقات وکړي. بایډن بیا ترمپ له قدرت څخه په ناوړه استفادې تورن کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Q0LL
USA Wahlkampf Joe Biden, Demokratische Partei
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Rourke

د امریکایي رسنیو په حواله د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د اوکراین حکومت تر فشار لاندې را وستی دی چې د جمهوري ریاست په ټاکنیزو کمپاینونو کې د ده د سیال جوبایډن د زوی پر وړاندې تحقیقات وکړي. بایډن په دې اړه ترمپ له قدرت څخه په ناوړه استفادې تورن کړی دی، خو دونالد ترمپ بیا دا خبره یوه جعلي کیسه بللې ده.

د »واشنګټن پوسټ« او »نیویارک ټایمز« ورځپاڼو رپوټ ورکړی دی چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، د یوې تلیفوني اړیکې په ترڅ کې د اوکراین له نوي ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، څخه غوښتي دي چې له خپل مدافع وکیل او د نیویارک له پخواني ښاروال رودي جیولیاني سره په ګډه دې، د جوبایډن د زوی هنتر بایډن پر وړاندې تحقیقات وکړي. هنتر د ولسمشر بارک اوما د مرستیال په توګه د خپل پلار د کار پر مهال د ګازو په یو اوکراینې شرکت کې کار کوه.

بایډن چې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال وو، ځان یي د جمهوري ریاست د مقام له پاره کاندید کړی دی. ویل کیږي چې نوموړی د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۰م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالیتوب ښه چانس لري.

 (dpa, ap)sn-mj