1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د سرطان مخنیوی کیدلای سي؟

۱۳۹۸ شهریور ۲۰, چهارشنبه

یوازي په جرمني کي هرکال تقریبأ ۲۲۰۰۰۰ انسانان له سرطان څخه مري او۵۰۰۰۰۰ نور تازه په اخته کیږي. اوس ساینس پوهان په دې نظر دي، چي د یوه سلسله تدابیرو له لاري د سرطان خطر کمیدلای او حتی له منځه تلای سي.

https://p.dw.com/p/3POVU
Dr. Data - was Künstliche Intelligenz in der Medizin kann
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

د سرطاني امراضو کومکي الماني ټولنه او د سرطاني تحقیقاتو الماني مرکز(DKFZ ) د ارقامو پراساس د ژوندانه د صحي طریقې د اختیارولو له لاري سړی کولای سي د ډیرو سرطاني امراضو خطر راکم او حتی له منځه یوسي:

له هغې جملې څخه مثلأ ډیر چاغښت، لږ حرکت کول، ډیر الکهول چښل، غیر صحي خوراک او سگریټ څکول. نور عوامل هم د سرطاني امراضو د رامنځته کیدو سبب کیدلای سي، لکه مثلأ ویروسونه، اقلیمي تأثیرات، کیمیايي مواد او یا د اېکسرې او نورو لارو څخه بدن ته شعاوي داخلیدل. مزمن التهاب هم د سرطان د رامنځته کیدو سبب کیدلای سي. د اټکلونو پراساس پنځه تر لس فیصده سرطاني امراض میراثي هم دي.

Krebs in Algerien Streik der Ärzte
انځور: Algerian Newspapers Liberté

د سرطان په رامنځته کیدو کي تر ټولو دمخه تصادف او وخت ډیر مهم رول لري: د وخت په تیریدو سره مثلأ یوه حجره غټیږي او بله حجره زیږوي. په دې جریان کي کیدلای سي، چي حجره غلط انکشاف وکړي او د سرطان سبب وگرزي. په عادی حالت کي هم کیدلای سي، دغه ډول یو حالت رامنځته سي. ځکه د ژوندانه په جریان او د عمر په تیریدو سره دغه ډول غلط انکشاف او امراض سره کوټه کیږي او اکثرأ د سرطان سبب کیږي.

- د سرطاني تحقیقاتو الماني مرکز په حواله یوازي د سگریټو له لاسه په جرمني کي له کاله ۸۵ زره انسانان په سرطان اخته کیږي، چي تر ټولو خراب یې د سږو او پروستات سرطاني امراض دي. ددغه مرکز په حواله هر پنځم سرطاني مرض د سگریټو څخه رامنځته کیږي او که د هغه څکول بند او یا لږترلږه راکم سی، نو ځانته به ډیره فایده رسیدلې وي.

Brittany Maynard
انځور: picture-alliance/dpa

- دغه مرکز همدارنگه توصیه کوي، چي وزن راکم او منظم حرکتونه تر سره سي. لږترلږه د ورځي نیم ساعت. حرکتونه هر ډول کیدلای سي، د تگ څخه نیولې تر ځغاستي او نورو سپورټي حرکاتو پوري.

- د سرطاني تحقیقاتو الماني مرکز او د نورو ساینس پوهانو په نظر د ډیرو الکهولو چښل باید راکم سي. ځکه الکهول هم په جرمني کي هرکال د تقریبأ لس زرو نوو سرطاني امراضو سبب کیږي.

- ددې ترڅنگ دي داسي صحي غذايي مواد وخوړل سي، چي د حیواني محصولاتو، لکه توروغوښو برخه پکښي کمه وي. د ډیري مالگي خوړلو څخه دي هم پرهیز وسي.

- بې له اړتيا اېکسرې تر سره نه سي، ځکه د هغه شعاوي بدن ته داخلیږي چي په خپل وار سره بیا حجرې خرابوي او د سرطاني امراضو د رامنځته کیدو سبب کیږي.

د ډیر مستقیم لمر اخیستلو او یا مصنوعي لمر اخیستلو سولري دستگاوو څخه هم پرهیز وسي، ځکه چي هغه هم کیدلای سي د پوست سرطان رامنځته کړي.

زموږ د ارشیف څخه یو انځوریز البوم:( 01.03.2019)