1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د مهاجرو منلو د مشخص حد ټاکل له حقوقي لحاظه سم دی؟

۱۳۹۶ مهر ۱۸, سه‌شنبه

د جرمني اتحادي گوندونو د مهاجرو د راتگ پرمحدودولو باندي توافق وکړ. په داسي حال کي چي ځیني کسان دغه توافق د اساسي قانون خلاف عمل بولي، ځیني نور بیا وايي چي کیدای سي دغه طرح قانوني وي، خو له اخلاقي لحاظه د سوال وړخبره ده.

https://p.dw.com/p/2lanv
Deutschland Flüchtlinge Asylantrag Berlin
انځور: Reuters/S. Loos

د جرمني صدراعظمه او د مسيحي ديموکراټانو مشره انګيلا ميرکل او د بایرن ایالت صدراعظم او د سوسيال مسيحيانو د گوند مشر زې هوفر پرون دوشنبه د مهاجرو سیاست په باب د خپل توافق طرح معرفي کړه، پر کومه موضوع باندي چي له دوو کلونو راهیسي تاوده بحثونه جریان لري. دغه دوه گوندونه بلاخره داسي یوه توافق ته سره ورسیدل، چي هغه مهاجرين چه جرمني ته راځي، څه ډول چلن ورسره وکړي.

د دغو دوو محافظه کارو گوندونو توافق په حقیقت کي د زرغون ګوند او آزاد ديموکراټانو سره د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو پرسر خبرو ته لار هواره کړه.

د دغه توافق پراساس د هغو مهاجرو تعداد چي په یوه کال کي جرمني ته راداخلیږي، نه باید تر ۲۰۰۰۰۰ اضافه سي. زې هوفر وویل، چي په دغه شمیر کي د ژنیو د کنوانسیون پر اساس راغلي پناه غوښتونکي او د کورنيو د یوځای کیدو په چوکاټ کي راغلي کسان هم شامل دي.

خو دواړو گوندو په خپله طرحه کي په قصدي ډول له «نهاهي حد» کلمې څخه صرف نظر کړی دی. دغه کلمه په وروستیو دوو کلونو کي په جرمني کي د سختو جروبحثو سبب سوې. سوسيال مسيحيانو په اول سر کي تهدید کړی ؤ، چي د یوه «نهاهي حد» له تعینولو پرته به په یوه اییتلافي حکومت کي برخه وانه خلي، خو د دوی سره ممنکه بل د اییتلافي حکومت ملگري، زرغون ګوند بیا دغه طرحه په قاطعیت سره رد کړې ده.

ددغي طرحي پراساس اضافه مهاجر يوازي هغه وخت جرمني ته راداخلیدلای سي چي نور یې په عوض ددغه ملک څخه وتلي وي. مثلأ که په یوه کال کي ۲۰۰۰۰۰ مهاجر جرمني ته راغلي وي، خو ۱۰۰۰ تنه یې رد سوي او اخراج سوي وي، بیا نو کیدلای سي، زر تنه نور هم په همدغه کال کي راداخل سي.

له بلي خوا بیا حقوق پوهان مختلفو قوانینو ته اشاره کوي او وايي چي د دغه ډول محدودیت وضع کیدل، کیدلای سي له قوانينو سره په ټکر کي راسي.

د اروپايي ټولني قانون: هرهغه څوک چي پناه ته ضرورت لري نه باید اخراج سي

د جرمني د زارلنډ پوهنتون د بين المللي حقوقو پروفیسر توماس گیگرش DW ته وویل، چي «موږ د اروپايي ټولني د پناهندگۍ داسي گډ سیاست او مقررات لرو چي مشخصوي، د هغو کسانو سره چي د پناه غوښتنه کوي، څه ډول چلند وسي.»

دئ زیاتوي چي د اروپايي ټولني دغه قانون د هغو اشخاصو له پاره چي ساتني او پناه ته ضرورت لري، یو معین حد نه تعینوي. که یو څوک په خپل هیواد کي د جنگونو په سبب هم اروپايي ټولني ته راسي او معلومه وي چي هغه بیرته نه سي تلای، دا حق لري چه ورته پناه ورکړل سي او اخراج نه سي.»

له اخلاقي لحاضه هم د یوه «معین حد» تعینول د سوال وړ دي

په دې سبب نو د جرمني له سرحدونو څخه د هغو مهاجرو بیرته لیږل، چي په خپل هیواد کي یې ژوند په خطر کي دی، یوازي په دې دلیل چي «نهاهي حد»  پوره سوی دی، کیدلای سي د اروپايي ټولني د مهاجرو له قانون سره په ټکر کي راسي. خو د دواړو الماني حزبو تر منځ توافق په ډیر مهارت سره فورمولبندي سوی دی او په کال کي د ۲۰۰۰۰۰ «تعداد» د تعینولو ترڅنگ داهم پکښي راغلي دي چي د نامعلومو حالاتو د رامنځته کیدو په صورت کي کیدلای سي دغه تعداد له سره تعین، ډیر او یا لږ سي.

د پناه غوښتني پلوي الماني سازمان Pro Asyl د حقوقي مسایلو کارپوهې ماریا پیلستر په نظر نوموړئ توافق کیدلای له قوانینو سره په ټکر کي را نه سي، خو د بشري او اخلاقي دلایلو له لحاظه هغه د منلو وړ نه دی او د بشري حقونو ضمانت هم نه دی پکښي شامل.

زموږ له ارشيف څخه: