1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا د پاکستان حکومت د پوځ په وړاندې له امریکا څخه مرسته غوشتې وه؟

۱۳۹۰ آبان ۲۸, شنبه

یوه په خټه پاکستاني امریکایي سوداګر د جمعې په ورځ ادعا وکړه چې هغه د مې په میاشت کې امریکا ته د پاکستان د سفیر په خبره له پيټاګون څخه غوښتې وو چې د پوځ له لوري د کودتا په صورت کې د پاکستان له ملکي دولت سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/13DYb
د پاکستان پوځ په دغه هیواد ډیر پیاوړۍ دی
د پاکستان پوځ په دغه هیواد ډیر پیاوړۍ دیانځور: dapd

دغه سوداګر چې منصور اعجاز نومیږي په زیوریخ کې میشت دی. هغه د Financial Times په ورځپاڼې کې په خپل یوې مقاله کې له دې خبرې څخه پرده پورته کړې چې یو لوړپوړي پاکستاني دیپلومات له ده څخه د پاکستان د ولسمشر، آصف علي زرداري، له خوا د امریکا د متحده ایالاتو د هغه وخت د پوځونو مشر مایک مولن ته د یو پیغام په رسولو کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

اعجاز د رويټرز خبري آژانس ته د جمعې په ورځ ویلي چې هغه داسې یو یاداشت چې د پاکستان ملکي دولت د پوځ د لاس وهنو څخه ویره څرګنده کړې لیکلې وو او په واشنګټن کې د پاکستاني سفیر، حسین حقاني، په لار ښوونه یې پینټاګون ته استولی وو.

دغه حالت د پاکستان د وضعیت حساسیت ښکاره کوي او دا خبره څرګندوي چې په پاکستان کې سیاستوال او پوځي قوماندانان د قدرت د ترلاسه کولو په موخه په سیالۍ بوخت دي. دا په داسې حال کې دی چې امریکا ته د پاکستان سفیر له دغې موضوع څخه انکار کړی دی.

د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته څیرمه د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته دغه یاداشت مایک مولن ته رسول شوی وو. د اعجاز په وینا د روان کال د مې د میاشتې په نهمه نیټه حسین حقاني د تلیفون له لاري له ده څخه امریکایانو ته د دغه پیغام په رسولو کې مرسته غوښتې وه.

د اعجاز په وینا حقاني له ده څخه غوښتي وو چې امریکایي چارواکو ته شفاهي پیغام ورسوي. اعجاز زیاتوي کله چې هغه دا پیغام امریکایي چارواکو ته ورساوه، هغو ورته وویل چې تر هغو چې دغه پیغام په لیکلې بڼه تر لاسه نه کړي ورباندې به غور و نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې متحده ایالاتو ته د پاکستان سفیر، حسین حقاني، د دغه یاداشت د استولو سره خپل هر رنګه تړاو او د اعجاز له لوري شوي ادعا ردوي. حقاني وایي چې هغه د داسې یوه یاداشت د لیکولو صلاحیت نه لري. هغه تر دې موضوع وروسته د پاکستان ولسمشر ته خپله استعفی هم لیږلې خو لا تر اوسه منل شوې نه ده.

حسین حقاني د اسلام آباد په لور خوځيدلی ترڅو پر هغه د لګول شوو تورونو په اړه خپل سپیناوي وړاندي کړي. په پاکستاني ورځپاڼو کې دغه یاداشت تیره ورځ چاپ شوی وو. پاکستاني ورځپاڼو پر دې خبرې بحث کړی چې ایا حقاني دغه یاداشت د زرداري په غوښتنه متحده ایالاتو ته سپارلی او که دغه کار یې په خپل سر تر سره کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې حقاني وایې چې آصف علي زرداري پخپله منصور اعجاز نه پیژني.

آژانسونه / سید ریاض
کتونکي: مسعود جهش