1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا طالبان به ایران ته د اوبو برخه ورکړي؟

۱۴۰۰ دی ۲۹, چهارشنبه

د ایران په پارلمان کې یو ځل بیا د کمال خان بند او دغه هيواد ته د افغانستان د اوبو نه ورپریښودو بحثونه راپورته کړي دي. تهران وایي چې د اوبو پر سر له طالبانو سره د خبرو له پاره يې کابل ته یو پلاوی لیږلی دی.

https://p.dw.com/p/45mhE
Afghanistan Nimroz Kamal Khan Staudamm
انځور: Afghan Presidential Palace/Xinhua/imago images

آیا طالبان به له ایران سره د اوبو پر سر کوم توافق ته ورسيږي؟

روانه میاشت په افغانستان کې سختو ورښتونو په نیمروز کې د کمال خان بند کاسه په بشپړه توګه له اوبو ډکه کړې ده.

د ایران په سیستان کې چې کله خلکو په افغانستان کې د ورښتو وارویدل، هیله یې څرګندوله چې د کمال خان بند د سیلابونو اوبه به دوی ته هم وبهیږي او د دې اوبو یوه برخه به هامون ته مخامخ کړي.

خو دا هیله ډېر ژر د کمال خان بند د اوبو د هوایي عکسونو په خپریدو سره په اندېښنو بدله شوه. هوایي انځورونه ښیي چې د کمال خان بند اوبه د افغانستان يوې سیمې ته بهیږي چیرته چې د خټو د بند په واسطه بندې شوې دي.

سیستان ته د کمال خان بند د اوبو نه وربهیدو یو ځل بیا د ایران په پارلمان کې د سیستان سیمې د استازو غوسه راوپارله او له حکومت څخه یې وغوښتل چې له افغانستان څخه د ایران د اوبو حق اخیستلو له پاره جدي اقدام وکړي.

په پارلمان کې د سیستان استازي محمد سرګزي د سه شنبې په ورځ وویل: «دا موضوع د بهرنیو چارو وزیر، د هغه مرستیالانو او د افغانستان له پاره د ولسمشر ځانګړي استازي او د افغانستان استازو په ګډون چارواکو ته مطرح شوې ده.»

Afghanistan Nimroz Kamal Khan Staudamm
د کمال خان بند د افغانسان د مخکيني ولسمشر، محمد اشرف غني په دوره کې په کال ۲۰۲۱ کې پرانیستل شوانځور: Afghan Presidential Palace/Xinhua/imago images

په افغانستان کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي هم اعلان کړی، چې په خپله به دغه ولایت «نیمروز» ته سفر وکړي او یو پلاوی یې هم افغانستان ته استولی چې د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د اوبو پر سر خبرې وکړي.

د پخواني افغان حکومت چارواکو په وار وار ویلي ول چې د هلمند سیند اوبو په اړه د ایران حق په رسمیت پېژني، خو ایران هم په ځینو ژمنو عمل نه دی کړی او دا کار په پرلپسې ډول د دواړو هيوادونو ترمنځ د کړکېچ لامل شوی دی.

پخواني افغان ولسمشر اشرف غني تېر کال د کمال خان بند د پرانیستې پرمهال ویلي ول چې د افغانستان اوبه به ايران ته د تېلو په بدل کې ورپریږدي.

خو ایا طالبان به له ایران سره د هلمند سیند او کمال خان بند له لارې د اوبو پر سر یوې پایلې ته ورسیږي؟

د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزارت ویاند اختر محمد نصرت دویچه ویله ته وویل، څو ځلې د ایران پلاو راغلي خو له هغوی سره د اوبو په اړه کومه نوي پړیکړه یا توافق نه دی شوی. د هغه په خبره افغانستان له ایران سره د اوبو په اړه پخوانیو تړونو پر سر خبرو ته حاضر دی.

نن د چهارشنبې په ورځ په ټولنيزو رسنیو کې ځيني داسې ویډیوګانې او خبرونه خپاره شول، چې ادعا کیږي د کمال خان بند اوبه ایران ته خوشي شوي، خو د اوبو او برېښنا وزارت ویاند اختر محمد نصرت دا په کلکه رد کړه او زیاته یې کړه چې د نیمرز مرکز زرنج ښار له پاره یې یوه اندازه اوبه خلاصه کړي، څو د خلکو ستوونزې پرې حل شي.

Afghanistan Eröffnung Kamal Khan Staudamm
په نیمروز ولایت کې د کمال خان بندانځور: Presidential Press Office of Afghanistan

هغه دویچه ویله ته وویل: «خلکو اوبو ته سخت ضرورت درلود، د هغوی پرلپسې غوښتنه وه او آن ډېرو خلکو موږ ته رسمي عریضې راوړې، چې د کمال خان بند څخه دې اوبه ورخوشې شي. د زرنج خلکو له پاره مو یوه اندازه اضافي اوبه خلاصې کړې او ایران ته د اوبو ورکولو خبره درسته نه ده او دا هسې اوازې دي.»

د کمال خان بند د پروژې مشر انجینر الله اسدالله مل دویچه ویله ته وویل، د کمال خان بند دوې کاسې چې یوه یې د عادي اوبو او بله یې د سیلابي اوبو له پاره دي، دواړي له اوبو ډکې شوې دي.

نوموړی د کمال خان بند د اوبو په اړه وایي: «هغه تړون چې په ۱۳۵۱ کال د افغانستان او ایران ترمنځ لاسلیک شوی دی، په منځنۍ کچه ۲۶ متره مکعب فی ثانیه دی، خو دا د کال په هره میاشت کې متفاوتې دي. د ایران او افغانستان ترمنځ ځینې ساختمانۍ دي چې هتله بايد هغوی ته اوبه ورکړل شي، خو هغه ساختمانونه تر اوسه جوړ شوې نه دي. اوس له ایران څخه بندې دي، خو د مشرانو ترمنځ مذکرات روان دي، هر کله چې پریکړه وشي بیا به اوبه ورته ایله کړو.»

وچکالي یوه له جدي ستوونزو څخه ده چې د ایران په سطحه کې یې ژوند له ننګونو سره مخ کړی دی. په ایران کې ډېر سیندونه، جهیلونه، لندبلونه وچ شوې دي او یا هم د وچېدو په حال کې دي. هامون یو وخت د سیستان او بلوچستان د خلکو د سوداګرۍ مرکز و، څو وارې وچ شوی او ډېرو خلکو ترې نورو ځایونو ته کډې کړې دي.

فرید ظاهر/ن.ز.