1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا په اسام کي د دوو ملیونه کسانو څخه تابعیت اخیستل کیږي؟

۱۳۹۸ شهریور ۹, شنبه

د هندوستان په اسام ایالت کي تقریبأ دوه ملیونه انسانان د تابعیت د ترلاسه ورکولو له خطر سره مخامخ دي، خصوصأ مسلمانان. خو په کوم دلیل؟

https://p.dw.com/p/3OnMl
Indien Bundesstaat Assam Appell Präsident  Sahitya Sabha Parmananda Rajbongshi
انځور: DW/P. Tiwari

د هندوستان د شمال شرق ایالتي حکومت نن شنبه (د اگست ۳۱ مه) د دولتي تابعیت د راجستر کیدو یو شخړه ایز لست نشر کړی دی، په کوم کي چي د دغه ایالت ۳۱،۱ ملیونه انسانان درج سوي دي. خو د ملي ولسي راجستر کیدو(NRC ) په دغه لست کي ۱،۹ ملیونه انسانان نه دي شامل سوي. خصوصأ د همسایه هیواد بنگله دیش څخه ورغلي مسلمان مهاجر.

د اسام حکومت د ولسي راجستر کیدو لست د جوړیدو فیصله  تیر عیسوي کال کړې وه. په دغه ایالت کي د همسایه هیوادونو څخه ورغلي په ملیونونو مهاجر هم ژوند کوي. په لست کي فقط هغه کسان درج سوي دي، چي ثابته کړي، چي تر ۱۹۷۱ کال ترمخه هندوستان ته راغلي دي. پدې ډول سره هغه په ملیونونو انسانان، چي د بنگله دیش د ازادۍ پر مهال هندوستان ته ورتښتیدلي دي، عملأ د لست څخه وایستل سول. خصوصأ مسلمانان.

منتقدین په دغه لست کي د صدراعظم ناریندرا مودي په رهبرۍ د هندو مذهبه نشلسټي حکومتي حزب (BJP ) یو بل داسي کوښښ بولي، چي غواړي په هندوستان کی د هندواڼو تسلط تقویه او تر ټولو دمخه مسلمان اقلیت د جامعې څنډي ته پوري وهي. په اسام ایالت کي هم دغه حزب حکومت کوي.

Narendra Modi Fashion Hut
انځور: Getty Images/AFP/S. Panthaky

د اسام ایالت د ولسي راجستر کیدو لست عملأ وختي لا  د ټوله هندوستان له پاره د یوې نمونې او سرمشق حیثیت لري. د همدې کال په جنورۍ میاشت کي د هندوستان ولسي جرگې یو شخړه ایز قانون تصویب کړ، چي په ملیونونو انسانانو ته د تابعیت ورکولو امکان ورکوي، خو یوازي مسلمانان ځیني ایستل سوي وه. دغه قانون،چي لا باید د ستري محکمې له خوا ومنل سي، د بنگله دیش، پاکستان او افغانستان  هندواڼو، عیسویانو او سکانو ته د تابعیت ورکولو ضمانت ورکوي، په دې شرط چي هغوی لږترلږه شپږ کاله په هندوستان کی اوسیدلي وي، خو بیا یې مسلمانانو ته دغه حق ور نه کړ.

زموږ دارشیف څخه یو انځوریز البوم:(01.05.2017 )