1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا په قطر کې بین الافغاني خبرې ځنډېدلي؟

۱۳۹۹ شهریور ۲۵, سه‌شنبه

د قطر په پلازمينه دوحه کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي ځینو غړو منلې، چې پر ټاکلې اجنډا د مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو پيلېدل ځنډېدلي. په اصل کې نن د دغه خبرو اترو د پېليدو اټکل کيده. ددغه ځنډ لاملونه څه دي؟

https://p.dw.com/p/3iVJX
Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen | Abbas Stanikzai
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د رپوټونو په حواله د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره د دواړو پلاوو څخه « د اړیکو ډلو» ترمنځ ناستې کیږي، خو د خبرو د دوام لپاره لاهم پر یوې ځانګړې تګلاره هوکړه نه ده شوې.

په قطر کې د حکومت د مرکچې پلاوې غړې شریفه زرمتۍ دویچه ویله ته وویل، له دواړو مرکچي پلاوو ۵ – ۵ کسیز د تماس ډلې پردې غږېږي چې د مذاکراتو کاري اصول یا کړنلاره وټاکي. نوموړې زياته کړه: «کاري کړنلاره په دې مانا ده چې غونډه به په کوم ورځ پیلیږي؟ په څو بجو به پیلیږي؟ ځای به یې چېرې وي او په غونډه کې به کومو ټکو ته زیات ارزښت ورکوو، څه به مراعات کوو؟»

د افغان حکومت د پلاوي ددې غړې له څرګندونو داسې جوتیږي چې تراوسه لږ تر لږه د مذاکراتو د پيل کړنلاره هم نه ده نهايي شوې. شریفه زرمتۍ زیاتوي کله چې د تماس ډلې پر کاري کړنلاره هوکړې ته ورسیږي، بیا به پر مشخصه اجنډا بحثونه پيلوي.

په مشخصه اجنډا د رسمی خبرو پيل له ځنډ سره مخ شوی

زرمتۍ وايي سره له دې چې د مرکچي پلاوو ترمنځ کومه ستونزه نشته، خو په کاري اصولو د بحث اوږدېدو د رسمي خبرو پيل ځنډولی دی.

دې زیاته کړه: «د دوو ورځو لپاره د غونډې ځنډېدل دلیل یې دا نه دی چې خدای مه کړه د پلاوو ترمنځ کومه ستونزه ده، کومه ستونزه نشته صرف کله چې کاري اصول بشپړ شي، نو بیا به دواړه ډلې په اجنډا کار کوي، کله چې اجنډا هم په تفاهم سره پای ته ورسیده، له هغې وروسته به په دې لنډو ورځو کې رسمي غونډې هم پیل شي.»

د پلاوې دې غړې په ډاګه نه کړه چې د مذاکراتو رسمي ناستې به په کومه ورځ پيلیږي. هاخوا د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم هم د تماس ډلو ترمنځ د خبرو د دوام خبره کړې.

ده پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د تماس ډلو ترمنځ به نن سې شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د سپټمبر ۱۵مه) عمومي غونډه وشي. « د تماس ډلو د عمومي غونډې د چمتوالي په اړه  چې نن سې شنبې ته به تر سره شي خبرې او هوکړه وکړه.»

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په پرتله د بین الافغاني خبرو پیچلتیا

بل لوري ته بيا د چارو شنونکي وايي چې بین الافغاني خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر خبرو څو برابره پیچلې دي. لیکوال او شنونکي عنایت الله کاکړ دویچه ویله ته هغه لاملونه په ډاګه کړل، چې د بین الافغاني خبرو پيچلتیا ښيي. «د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د خبرو اجنډا ډيره محدوده وه، یواځې او یواځې د یرغل خاتمه، د قوتونو وتل او په دې برخه کې د یو میکانیزم په جوړولو راڅرخېده، خو کله چې خبره د بین الافغاني تفاهم شي بیا دا موضوع ډیره اوږدیږي او لازیاته پیچلې کیږي.»

Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
شنونکي وايي چې بين الافغاني خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر خبرو څو برابره پیچلې دي انځور: AFP/G. Cacace

ددغه پاکستان میشتي افغان کارپوه پر باور بین الافغاني خبرو کې ګڼ جهتونه دي، موضوعات زیات دي، د حکومت بڼه، د راتلونکي نظام څرنګوالی، د ټولنیز عدالت ټینګښت، قومونه او قبایل ټول هغه مهم اړخونه دي چې بحثونه اوږدولی او ان پیچلي کولای شي.

افغان سوله کې د هند او پاکستان رول

افغان سوله کې داسې مهال د پیچلتیاوو خبره کیږي چې افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزد د هند او پاکستان په سفرونو راوتلی. د پاکستان د پوځ چارواکي وايي، چې خلیلزاد تېره ورځ ناوخته د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره پر افغان سوله او د سیمي پر موضوعاتو غږېدلی.

د پوځ ویاند افتخار بابر پرخپله ټویټرپاڼه د خلیلزاد له قوله لیکلي چې نوموړي بین الافغاني خبرو کې د پاکستان رول ستایلی دی. رپوټونه وايي، چې خلیلزاد به له اسلام اباد وروسته نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره هم خبرې وکړي.

سیاسي شنونکي عنایت الله کاکړ وویل، هند او پاکستان اوس هم افغان کشاله کې پر منفي سیالیو تورن دي. هغه زياته کړه: «مونږ ټول ددې شاهدان یو چې په افغانستان کې د هند او پاکستان یوه نیابتي لوبه روانه ده، هند کوشش کوي چې افغانستان حکومت او امنیتي ارګانونو د تقویې له لارې افغانستان کې خپل حضور غښتلی کړي چې په مټ یې د پاکستان د نیابتي هڅو مخه ونیسي او پاکستان بیا تورن ګڼل کیږي چې طالبانو سره اړیکي لري، یا یې ملاتړ کوي او یا پاکستان د خپل ستراتیژیکي عمق له مخې په شعوري ډول د طالبانو ملاتړ ته وردانګلي دي او غواړي چې د طالبانو د ملاتړ له لارې هندوستان ته یو ډول پیغام ورکړي.»

د ښاغلي کاکړ په خبره د افغان سولې بهیر بریالیتوب د پاکستان او هند په نیت او په افغانستان کې ددغو هېوادونو په اقداماتو پورې تړلی دی. هغه وويل که اسلام اباد او یا هم نوی ډیلی افغان سوله کې ناغیړي کوي او یا له دې بهیر سره نارضایتي څرګندوي نو ددې بهیر بریا ناشوني بریښي.

عنایت الله کاکړ د خلیلزاد سفرونو ته په اشارې سره وايي چې نوموړی غواړي افغان سوله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه اجماع رامنځته کړي.

اسماعیل شاکر – کابل