1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا چین او روسیه په افغانستان کې امریکا سره یوځای کيږي؟

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۹, جمعه

د افغانستان او امریکا ستراتیژیکو همکاریو چې تیره اونۍ تصویب شوې ډیرې پوښتنې بې ځوابه پریښودي. د ناټو تر ناستې مخکې داسې ښکاري چې د ایران او پاکستان بر خلاف چین او روسیه د افغانستان او امریکا تر منځ د همکاریو ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/14xf5
انځور: picture alliance / k89/ZUMAPRESS.com

ایران او د امریکا له خوا د محاصره کیدو ویره

په افغانستان کې د امریکا عملیات د ۲۰۰۱ کال د سپتمر تر بریدونو وروسته پیل شول چې پای ئې لا تر اوسه پورې هم معلوم نه دئ. که څه هم په پلان ده چې په ۲۰۱۵ کال کې به امریکايي جنگي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي خو امریکا غواړي چې تر دې نیټې وروسته هم د افغانستان له ضعیفه حکومت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، ان که پوځي ملاتړ ته هم اړتیا وي.

څه موده مخکې امریکا او افغانستان تر ۲۰۲۴ کال پورې د خپلو پیاوړو همکاریو په اړه یو تړون لاسلیک کړ. ایرن لومړنی هیواد وو چې د دې تړون په وړاندې ئې په واضیح ډول خپل اواز پورته کړ. د ایران د بهرنیو سیاستونو کارپوهه فرزانه صمیمي، وایي چې ایران له دې سخته ویره لري چې د امریکا د پوځی اډو په واسطه به محاصره شي. هغه وایي: «ایران تر اوسه پورې د امریکا ډیر نزدې حضور لکه د قطر، بحرین، عراق او ترکیې په هیوادونو کې زغملې دئ. اوس نو به افغانستان هم په دې لست کې ور اضافه شي. په دې ترتیب سره نو ایران خپل ځان د امریکا په محاصره کې ویني. دا داسي وضعیت دئ چې د ایران له خوا يو ستر گواښ بلل کیږي.»

د کابل - دهلی - واشنگټن له محور څخه د پاکستان ویره

د دې په اړه چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې څومره امریکايي سرتیري میشت وي رسمي شمیرې موجودې نه دي. کارپوهان وایي چې د هغوی شمیره کیدای شي چې د ۱۰ څخه تر ۲۰ زرو پوري وي. چې پکښې به پوځي روزونکي او سرتیري شامل وي. د کار پوهانو په اند دغه ډول شمیرې نه یوازې ایران په اندیښنه کوي بلکې د پاکستان له پاره هم اندیښنې رامنځ ته کوي. پاکستان چې په رسمي توگه د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې د امریکا ملگری بلل کیږي، په سیمه کې د امریکا د دوامداره حضور په صورت کې خپلې گټې په خطر کې ویني. له بلې خوا پاکستان پوهیږي چې له امریکا سره د افغانستان ستراتیژیک سند په سیمه کې د افغانستان اهمیت په واضیح ډول لوړوي. پاکستان دغه موضوع د بیلابیلو لاملونو له کبله د خپلو گټو په ضرر بولي.

د پاکستان د سیاسي چارو کارپوه فضل رحیم مروت، وایي چې پاکستان د امریکا د ملگري په توگه په مرکزي او جنوبي اسیا کې خپل نقش، د افغانستان او امریکا د ستراتیژیک سند تر لاسلیکدو وروسته په شدت سره په خطر کې ویني:

«پر دې سربیره پاکستان له دې ویریږي چې افغانستان له هند سره چې د پاکستان پخوانۍ دښمن دئ یو محور رامنځ ته کړي. دغه سناریو د پاکستان د بهرنیو سیاستونو له پاره یوه بد خوب ته ورته دئ. پاکستان دغه حالت ته د سندویچ وضعیت وایي. یعنې د کابل او دهلي تر منځ اسیر.»

د سیاسي چارو دغه کارپوه زیاتوي چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو تر مشري لاندې یوه حکومت ته ترجیح ورکوي. یو شمیر نور کارپوهان هم په دې نظر دي چې پاکستان نه یوازې په کابل کې له یوه بنیاد گرا او وابسته حکومت څخه د افغانستان خامو موادو او منځینۍ اسیا ته د لاسرسی پیدا کولو په دلیل ملاتړ کوي بلکې له هندوستان سره د دښمني له پاره هم په دې کار لاس پورې کوي. پاکستان باور لري چې په کابل کې یو بنیادگرا حکومت به په طبعي ډول د هندوستان دښمن وي.

پاکستان په ډیرې اندېښنې د هند او امریکا تر منځ خبرې اترې څارلې چې څه موده مخکې ترسره شوې. د دغو خبرو اترو له پایلو څخه یوه ئې هم د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته د ترکمنستان د گازو د لیږد د پروژي بیا پیلول وو. دا په دې معنی چې هندوستان په ظاهري ډول چمتو دئ چې له ایران څخه د گاز نه اخیستلو او له تهران سره د خپلو اړیکو د سړولو په قیمت د امریکا په لور یو لوی گام پورته کړي. دا چې د دې پر ځای به هندوستان له امریکا څخه څه وغواړي کیدای شي چې سړی ئې اټکل وکړي. په هر حال پاکستان له دې څخه اندیښنه لري چې هندوستان، افغانستان او امریکاي په سیمه کې یو پیاوړی محور رامنځ ته کوي دا نو هغه کار دئ چې د پاکستان د ملي گټو په قیمت تمامیږي.

د پاکستان د سیاسي چارو کارپوه فضل رحیم مروت، وایي چې اسلام اباد هیله درلوده چې کیدای شي امریکا تر ۲۰۱۴ کال وروسته د تل له پاره افغانستان پریږدي. د پاکستان دغه هیله د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیک سند تر لاسلیکدو وروسته له خاورو سره خاورې شوه. ډیری کارپوهان د طالبانو پر وړاندې د پاکستان له ستراتیژۍ څخه نیوکه کوي. د هغوی په اند دا چې پاکستان له هندوستان څخه ډیر ویره لري کیدای شي چې دغه هیواد د افغانستان پر وړاندې د خپل سیاستونو د بدلولو چانس له لاسه ورکړي. فضل رحیم مروت وایي چې پاکستان داسې لوبه کوی چې کیدای شی یا هر څه تر لاسه کړی او یا هم هر څه له لاسه ورکړي خو د هغه په اند اوس کیدای شي چې پاکستان هر څه له لاسه ورکړي.

چین د بنیادگرايي له ډیریدو څخه ویره لري

دا یوازې پاکستان نه دئ چې له داسي یوه افغانستان څخه ملاتړ کوي چې غربیانو ته ډیر تمایل و نه لري. سویوو جو، د بن په پوهنتون کې د چین د چارو کارپوه دئ هغه وایي چې چین هم د طالبانو د بیا واک ته د رسیدو هیلې لري.

خو د دې کارپوه په اند پیکینگ د اسلام آباد بر خلاف، غواړي چې د منځ لارو طالبانو او ولسمشر کرزي د اوسنې حکومت تر منځ یو ائتلاف رامنځ ته شي: «دغه شان یو ترکیب د چینایانو له پاره جالبه دئ. ځکه چې د هغوی په اند په دې ترتیب سره په افغانستان کې د غربیانو شتون د کنترول وړ کیدای شي.»

چین په افغانستان کې د یوه باثباته حکومت د رامنځ ته کیدو غوښتونکی دئ. داسې یو حکومت چې نه ډیر غربي وي او نه هم ډیر بنیاد گرایي ته لیوالتیا ولري. د سویوو په خبره چین په افغانستان کې د القاعدي او نورو افراطي ډلو پر وړاندې د امریکا مبارزې ته اړتیا لري. چین غواړي له دې لارې ډاډه وي چې د دغه هیواد مسلمان میشته سیمو ته افراطي اسلامپالي رسوخ نه کوي. چین په همدې حال کې امریکا ته د افغانستان یو اړخیزه وابستگۍ ردوي. پیکنگ نه غواړي چې د امریکا د پوځي اډو په محاصر کې وي. دغه هیواد د هر بل لوی ځواک په څیر په مستقیمه توگه د انرژۍ سرچینو ته د رسیدو په هڅه کې دئ.

د سویوو په باور اساسي موضوع دا ده چې چین او امریکا یو بل په نړیواله کچه د همکارو رقیبانو په توگه منلي دي. د دې کارپوه په اند که څه هم چین او امریکا له یو بل سره رقابت کوي خو د دغو دواړو هیوادونو گټې سره دومره شریکې شوي دي چې هیڅ یو هم نه غواړي چې دویم هیواد راوپرځیږي. دا په دې معنی چې چین د پخواني شوروي بر خلاف د امریکا پر وړاندې په ټولو بخشونو کې د یوه دښمن په توگه نه دئ ولاړ شوی. دا هغه څه دي چې کیدای شي د افغانستان په گټه تمام شي.

روسیه او د مرکزی اسیا د وضعیت په اړه اندیښنه

د روسیې د سیاسي چارو کارپوه او د اتریش په اینسبروک پوهنتون کې استاد گرهارد منگوت، وایي چې مسکو هم همدغه شان یوه ستراتیژي تعقیبوي. د هغه په خبره روسیه په مرکزي اسیا کې د ترهگرو او بینادگرایانو له تقویه کیدو څخه ویره لري او نه شي کولای چې په یوازیتوب سره په سیمه کې له دغو ډلو سره مبارزه وکړي. په دې ترتیب سره نو روسیې خپله توله هیله امریکا پورې تړلې ده خو په همدې حال کې له امریکا څخه غواړي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې خپل نقش روښانه کړي:

«مسکو په لومړی قدم کې دوه پوښتنو ته د ځواب غوښتونکی دئ. لومړی دا چې امریکايي ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته په سیمه کې کومي دندې پر غاړه واخلي، او دویمه دا چې د دغو ځواکونو دندې به له روسیې سره څرنگه همغږي شي.»

د دې تر څنگ روسیه له ځانه څخه پوښتي چې امریکا په سیمه کې کوم نقش درلودلای شي. روسیه په دې هڅه کې ده چې ټوله مرکزي اسیا د پخوا په څیر یوازې د ځان له پاره ونیسي او یا په بل عبارت روسیه او چین په افغانستان کې د سولې د ساتلو له پاره د امریکا د مؤقت حضور هرکلی کوي خو په سیمه کې د امریکا له دایمي او قوي حضور سره مخالف دي. خو د یو شمیر کارپوهانو په اند اوس چین او روسیه د پخوا په پرتله زیات په افغانستان کې د امریکا د حضور سره موافق شوي دي.

تمه کیږي چې د ناټو په غونډه کې به ډیرو پوښتنو ته ځوابونه پیدا شي. ښايي د امریکا، چین، روسیې او هندوستان تر منځ یو توافق اوس يو څه ډیر محتمل شوی وي.

رتبیل شامل آهنگ
ژباړه: مسعود جهش