1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایبولا د ملاریا پر ضد مبارزه کې پرمختگونه له گواښ سره مخامخ کړي

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ آذر ۱۸, سه‌شنبه

د لویدیځي افریقا ډیر هیوادونه د ایبولا د وژونکي وايروس پر ضد په ناهیلي سره مبارزه کوي. د ملگرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی دی چې دغه مبارزه تر دې خطرناکه ناروغي، يعني ملاریا یووار بیا پیاوړې کولای شي.

https://p.dw.com/p/1E1Hz
Logo der Weltgesundheitsorganisation
انځور: AP

ورځ تر بلې له لوېدیځي افریکا څخه د ایبولا وژونکې ساري ناروغي په اړه راپورونه نړۍ لرزوي. سیرالیون هغه هيواد دی چي دغي ناروغۍ ډېر اغېزمن کړی دی. په دغه هيواد کې۸۰۰۰ کسان په دغي ناروغۍ اخته شوي دي.

د روان میلادي کال له مارچ میاشتي راهیسې په دغي ناروغۍ۱۷۰۰۰ کسان اخته شوي دي، چې تر اوسه پوري يې ۷۰۰۰ تنه مړه شوي دي.

د سیرالیون په پلازمېنه فري ټاون، کې د دوشنبې په ورځ د روغتونونو ډاکټرانو احتجاج کړی وو چې د ایبولا پر ضد مبارزه کې دي يې روغتونونه ښه مجهز شي. پر دې سربیره دوی د هغو درو ډاکټرانو د مړه کیدو پر ضد احتجاج کاوه چې په دغي ناروغۍ تر اخته کیدو وروسته ډېر ژر يو په بل پسې مړه شول.

پر دې سربیره د لویدیځي افریقا د ډیرو هیوادونو اقتصاد، د ایبولا وايروس له کبله نژدې له سقوط سره مخامخ شوی دی.

«ایبولا د ملاریا پر ضد مبارزې ته خطر دی»

د ملگرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) اندېښنه ښوولې ده، چې ایبولا د ملاریا د خطرناکي ناروغۍ پر ضد په مبارزه کې ډیر پرمختگونه ښايي له مینځه یوسي. دغه سازمان په خپل رپوټ کې د ایبولا ناروغۍ له کبله د اغیزمنو شوو هیوادونو روغتیایي سیستم ته د سخت زیان اوښتو او د ملاریا پر ضد مبارزه کې د پرمختگونو د له منځه تللو په اړه اندېښنه ښوولې ده.

دغه سازمان په ژنيو کې ويلي دي چي په ۲۰۱۳م کال کې تر۵۸۰۰۰۰ زیات انسانان د ملاریا له امله مړه شوي دي. په دې ډله کې ۷۵ سلنه افریکایي نجوني او هلکان ول، چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کښته ول. د ایبولا له وایروس څخه په سختو اغېزمنو شوو هیوادونو سیرالیون، لایبریا او گینیا کې د ملاریا له لاسه کابو ۲۰۰۰۰ زره کسان وژل شوي دي چې د ایبولا په ناروغۍ تر وژل شوو کسانو درې برابره ډیر دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په حواله، د ملاریا ډیر ناروغان په دې وروستیو وختونو کې د ځان درملنه نه کوي، دا ځکه چې هغوی له دې ویره لري چې د تبې او نس خوږي په شان علایمو له کبله، کېدای شي د ایبولا د ناروغانو په توگه وساتل شي.

په نړۍ کې ملاریا د شاتگ په حال کې ده

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې د نوي زریزي له پیل راهیسي په نړۍ کې د ملاریا په ناروغۍ د اخته کسانو په مړينه کې کابو نیمایي کمښت راغلی دی. د دغه سازمان په وینا په افریکا کې د دغي ناروغۍ د پر شاتگ سلنه کابو ۵۷ ته رسیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ډیرو پيسو غوښتنه کړې

د ملاریا پر ضد لا تر اوسه کوم واکسین نه شته. له دې کبله د روغتیا نړیوال سازمان له نړیوالي ټولني څخه د لا زیاتو پیسو غوښتنه کړې ده. تر اوسه د ۲،۶ میلیارده ډالرو پر ځای د ۵،۱ میلیارده ډالرو غوښتونه شوې ده. زیاته شوې ده چې د دغو پیسو یوه برخه به د واکسينونو پر تحقیق مصرف شي او پاته به اغېزمنو شوو سیمو ته د پشه خانو او دارو درملو د لیږدولو له پاره مصرف شي. د روغتیا نړیوال سازمان په حواله د تیر په شان ۱۵ میلیونه میندواره ښځي د ملاریار وقایوي دارو درملو ته د لاس رسي له کمښت سره مخامخ دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د حشره وژونکو درملو پر وړاندي د میاشو مقاومت زیاتیدل یوه لویه ستونزه ده. د دغه سازمان په وینا تیر کال ۴۹ هیوادونو د دغسې مقاومت خبر ورکړی وو او آن په ۳۹ هیوادنو کې بیا ډیر مقاومت څارل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی دی، چې که چیري دغه ستونزه له منځه یو نه وړل شي، نو په وینا یې د ملاریا له کبله د مړيني په شمیر کې، په ویرونکي توگه ډېرښت راتلای شي.